1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرسي محاکمه وځڼډېده

عبدالباري حکيم/ دويچه ويله۱۳۹۲ آبان ۱۳, دوشنبه

د مصر د راپرځول شوي ولسمشر، محمد مرسي محاکمه تر پيلېدو لږ وروسته وځنډول شوه. هغه به د جنورۍ پر اتمه بيرته محاکمي ته حاضر کړل شي. خو د مرسي محاکمه په قاهره کي د هغه د پلويانو او مخالفينو له اله ګولو سره جوخته وه.

https://p.dw.com/p/1ABK2
انځور: picture-alliance/dpa

د مصر پر راپرځول شوي ولسمشر باندي تور لګول شوی دی چي مظاهره کوونکي يي وژلو ته لمسولي دي. هغه د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نومبر پر ۴) په قاهره کي د پوليسو په اکاډمۍ کي محکمې ته بوتلل سو. خو مرسي چي په ازاده توګه د مصر لومړني انتخاب شوي ولسمشر وو، محکمه يي ونه منله او نه يي هم وغوښتل چي د مدافع وکيلانو له لاري له ځان خخه دفاع وکړي. د هغه محاکمه سمدلاسه وځندول شوه.

د محکمې پر شا او خوا کي د مرسي پلويان او مخالفين راټول شوي ول او د هغوی ترمنځ اله ګولي رامنځ ته شوه. پر مرسي باندي تور لګول شوي چي هغه د ۲۰۱۲ کال په دسمبر مياشت کي، د خپلي واکمنۍ پر مهال د خپلو پلويانو او مخالفينو تر منځ خونړی اخ او ډب لمسولي وو.

د مرسي پر ضد دعوا کي راغلي دي چي ګويا هغه «وژلو ته بلنه ورکړي ده». د مصر عمومي څارنوال وويل چي مرسي او د هغه پلويانو زور پالونکي رهبري کړي دي. دغي محاکمي د مصر اولس سره ټوتې کړی دی. ډيري مصريان د خپل هيواد د پوځ د دې اقدام هرکلی کوي چي مرسي يې له قدرت څخه ليري کړ.

خو ځيني نور، چي تر د محاکمې تر پيليدو لږ مخکي يې احتجاج کړی وو د مرسي محاکمه وغندله او ويې ويل چي په «ديموکراتيکه توګه له يوه انتخاب شوي ولسمشر سره څواک داسي نه کوي:

«چيري دي بشري حقونه، او چيري دي ملګري ملتونه؟ ولي د بې عدالتي له امله چي اوس دلته واکمنه شوي ده، چوپيتا غوره کوي؟»

ځيني نورو وويل: «دا رښتينې محاکمه نه ده. هغه خو يو منتخت ولسمشر وو. نو سړی نه شي کولاي هغه په دې ډول محاکمه کړي.»

نه يوازي مصريان، بلکي په نړيواله ټولنه کي هم دغسي يو نظر موجود دی. په خاصه توګه غټه پوښتنه دا ده چي آيا دغه محاکمه د قانوني حاکميت د معيارونو له مخي تر پلټيني لانيدي نيوله شوې ده که نه. د يکشنبې په ورځ د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير، جان کري چي په قاهره کي يې له خپل مصري همتا سره ليده کاته لرل يوازي دومره وويل:

«ښاغلي وزير، فهمي او زه دواړه سره موافق يو چي ټول مصريان بايد په يوه ملکي محکمه کي له يوې عادلانه او شفافي محاکمې څخه برخه من وي.»

د مرسي محاکمه د راتلونکي کال د جنورۍ مياشتي تر اتمي نېټې پوري وځڼدول شوه او هغه د مصر زندان ته وليږدول شو. که چيري پر مرسي باندي لګول شوي تورنه ثابت شي، هغه له عمري بند او يا هم د مرګ له سزا سره مخامخ کېدای شي.