1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرستي او پناه په هيله د لبنان پر لور

داگمار انگلاو نادر الزارس / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۶, شنبه

لبنان د خپل نفوس په تناسب ډیر زيات پناه غوښتونکو او په زياته بيا سوريايي مهاجرو ته ځای ورکړی. دغه هيواد وايي چي که مرسته ورسره ونه شي، په يواځيتوب سره دغه ستره دنده تر سره کولای نه شي.

https://p.dw.com/p/1FQcW
د آلمان د بهرنیو چارو وز یر فرانک والتر شتاینمایر په لبنان کې
د آلمان د بهرنیو چارو وز یر فرانک والتر شتاینمایر په لبنان کېانځور: picture-alliance/AP/H. Malla

دوه خبریالان ډیگما انگل او نادر الزارس په لبنان کې د سوریایې کډوالو کمپ ته ورغلي او خپل د سترگو لیدلې حال کیسه کوي:
رامي، دا امید له لاسه ورکړی دی چې هغه به یو وخت وکولې شي خپل کور ته لاړ شي. هغه وایې:« ما انځورونه ولیدل، هلته هر څه ویجاړ شوې دي، زمونږ کور او زمونږ ښوونځی». رامي شپاړلس کلن دی. هغه د دوو کلونو راهیسې د سوریې له سرحد سره نږدي د سهله Zahlé, د کډوالو په کمپ کې اوسیږي.

رامي هم په هغه خیمې کې وو چیری چې یو کال مخکې مونږ هغه هلته لیدلې وو. یوه کوټه وه چې په هغې کې رامي، د هغه مور پلار، آنا او څلورو ورونه چې کشرۍ ورور یې اوس یو کلن دی اوسیدل.

په کمپ کې ازدحام او شور ماشور دی. د گاونډیو له کږدې څخه غږونه اوریدل کیږي. رامی وایې« تر ټولو ښه خبره دا ده چې دلته زه ښوونځې ته تللی شم. خو په دې هیڅ څوک نه پوهیږي چې دا وضعیت به تر کوم وخته پورې دوام وکړي».

په مختلفو دورو کې د ښوونځي سیستم

آلمان او لبنان د بهرنیو چارو وزیران
آلمان او لبنان د بهرنیو چارو وزیرانانځور: picture-alliance/AP/H. Malla


د ښوونځي ودانۍ له ښار څخه دری کیلومتره لري دی. د درس وخت د ماسپښین له ۳ څخه تر ۷ بجو پوري وي چې د سوریې د تعلیمي نصاب پر اساس زده کونکو ته هلته تدریس کیږي. د لبنان په ځینو سیمو کې د کډوالو د ماشومانو د لوړ شمیر له کبله د ورځې په جریان کې په مختلفو وختونو کې زده کونکي ښوونځي ته ځي.
رامي اوس په یولسم ټولگي کې دی. هغه د کیمیا، فزیک او الجبر له مضامینو سره ډیره لیوالتیا لري. هغه د لبنانیانو سره هیڅ ارتباط نه لري. له ښوونځي پرته هغه د کډوالو له کمپ څخه دباندی نه راوځي.

رامي وایې چې ښه لبنانیان هم شته او لږ ښه هم. د هغه مور وایې:« یو شمیر د دوی ډیر ښه خلک دي او زمونږ سره دوستي لري. اکثره لبنانیان په ځانگړي توگه دلته د شاوخوا خلک تر اوسه پوري هم دا نه غواړي چې مونږ دی د دوی په هیواد کې ژوند وکړو. ډیري لبنانیان موږ پر ځان بوج گڼي. مونږ باید دوی ته د خیمې کرایه او د اوبو او بریښنا لگښت تحویل کړو».

مونږ باید د خیمو کرایه هم ورکړو

لبنان حکومت او خلکو د تیرو څلورو کلونو په موده کې په نړیواله کچه بې سارۍ سخاوت وښود. په دغه هیواد کې د میشتو خلکو ۳۰ سلنه یې کډوال دي چې اکثره یې له سوریې څخه هلته مهاجر شوې دي.

د رسمي ارقامو پر اساس په لبنان کې ۱،۲ میلیونه ثبت شوي کډوال او په سلگونو زره نور په غیری قانوني لارو دغه هیواد ته داخلیږي. د مخ پر ډیریدونکو کډالو شمیر ته په کتلو سره د لبنان حکومت د جنوري میاشتې راهیسې د ویزې درلودلو مکلفیت نافذ کړی دی. خو د ویزې ترلاسه کولو شرایط دومره سخت دي چې اکثره کډوال دا شرایط نه شي پوره کولې.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر خبران باسل له خپل آلماني سیال فرانک والټر شټاین مایر سره تر لیدنې کتنې وروسته وویل چې د ویزی مکلفیت ډیر اړین وو.باسل زیاته کړه:« له هغه وخت څخه چې مونږ پر خپلو سرحدونو کنترول سخت کړی دی، زمونږ په هیواد کې امنیتي وضعیت ډیر ښه شوې دی».

په لبنان کې د سوریې مهاجرین په خیمو کې شپی او ورځې سبا کوي
په لبنان کې د سوریې مهاجرین په خیمو کې شپی او ورځې سبا کويانځور: Zakira/UNICEF

په سوریې کې ټولې جگړه مارې ډلې کوښښ کوي چې له سرحدي سیمو څخه د شاتگ یا عقب نشینۍ د ساحې په توگه کار واخلي. د اسد رژیم پلوي سرتیري د حزب الله ډلې تر کنترول لاندی سیمو ته خپلې کورنې انتقالوي او د هغوی مخالفې جهادي ډلې تر زیاتې کچې سني میشته سیمو ته خبلې کورنې لیږدوي.

د لبنان د بهرنیو چارو وزیر باسل وایې چې د دوی هیواد په امنیتي برخه کې ملاتړ ته اړتیا لري، ټول بنسټیز جوړښتونه، اتحاد او ټولنه له خطر سره مخامخ دي.
لبنان ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر سفر له دغه هیواد سره د نړیوالو مرستو پر موضوع څرخي. د لبنان د بهرنیو چارو وزیر د نړۍ پر هیوادونو انتقاد وکړ:« که ټول هیوادونه هم د خپلو کړو ژمنو پر اساس مرستې وکړي بیا هم کفایت نه کوي.» خو هغه د خپل انتقاد په ترڅ کې د آلمان نوم وانه خیست.

د آلمان د بهرنیو چازو وزیر وویل چې نړیواله ټولنه باید ډیر څه وکړي. هغه د نورو په هکله قضاوت ونه کړ، خو زیاته یې کړه چې:« زه کولې شم یوازی هم دومره ووایم چې مونږ پر خپلو کړو ژمنو ولاړ یو».

آلمان په سوریې او گاونډویو هیوادونو کې د کډوالو له پاره تر ۲۰۱۷ کاله پوري تر یو میلیارد ایرو د زیاتو مرستو ژمنه کړي ده. چې د دې له جملې څخه ۲۵۰ میلیونه د لبنان د بنسټیزو جوړښتونو له پاره ځانگړي کړي دي په دې کې د اوبو سیستم او تعلمي سیستم یا د ښوونځیو رغول شامل دي.