1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرستو لارۍ په پاکستان کې درول شوي دي

۱۳۹۰ اسفند ۲, سه‌شنبه

د ملگرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره وایي چې د هغوی یو شمیر لارۍ چې د مرستو په موادو بار شوي دي د پاکستان په پوله کې بندې پاته دي. دغه اداره پر پاکستان غږ کوي چې دغو لاریو ته افغانستان ته د راتگ اجازه ورکړي.

https://p.dw.com/p/146M2
انځور: AP

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمشنرۍ وایي چې له هغه وخت راهیسې چې پاکستان افغانستان ته د سوداګرو د مالونو پر لیږد بندیز لګولی دئ افغانستان ته د دوي د مرسته رسولو ماموریت هم له خنډ سره مخ شوی دئ.

په کابل کې د UNHCR ویاند نادر فرهاد، وایي چې د دغه سازمان د مرستو یو شمیر لارۍ هم په پاکستان کې درول شوي دي. ویل کیږي چې په دغو لاریو کې هغه ژمني توکي بار دي چې اوس ورته بي وزله افغانان عاجله اړتیا لري.

د ښاغلي فرهاد پر وینا شاوخوا څلور سوه زره تختې کمپلې او په زرهاوو خیمې چې دوی د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقالولې د پولې بلې غاړې کې بندې پاته دي.

نوموړی وایي چې که د دوی دغو اکمالاتي محمولو ته د لیږد اجازه ور نه کړل شي هغه په زرګونه کورنۍ به چې دوي ورسره د مرستو پلان لري د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي. فرهاد وایي: «زموږ یو شمیر لارۍ د تورخم په بندر کې د پاکستان د حکومت له لورې درول شوي دي. په هغو کې د بشري مرستو له پاره مواد بار شوي دي. د پاکستان حکومت باید په دې پوه شي چې د ملګرو ملتونو د سازمان لارۍ که هغه په پاکستان کې وي او که په افغانستان کې حکومتونه ئې د ساتلو مسئولیت لري.»

د ژوند سخت شرایط

په افغانستان کې د ژمي د سړې هوا له امله د مړو شوو کسانو شمیره په لوړیدو ده. وروستي رپوټونه ښيي چې یوازې په پلازمینه کابل کې د سختې یخنۍ له امله لږ تر لږه څلویښت تنه مړه شوي دي چې ډیری ئې ماشومان دي.

مړه شوي ماشومان په هغو بې ځایه شوو کورنیو پورې اړوند دي چې د ناټو او طالبانو د جګړو له کبله ئې د ملک په سویل کې خپلې سیمې پریښي دي او مرکز ته را کډه شوي دي..

د یوه یو کلن ماشوم پلار آلمان غږ ته وویل چې د ده زوی تازه په لاره تگ زده کاوه چې تیره شپه ئې د سړې هوا له کبله د مور په غیږ کې سا ورکړه.

د کابل په ختیځ کې د کډوالو یو کمپ جوړ شوی دئ. په دغه کمپ کې شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ په پلاستیکي خیمو کې ژوند کوي.

د دغه کمپ اوسیدونکو المان غږ ته وویل چې دوی مرستو ته سخته اړتیا لري خو لا تر اوسه پورې هیڅ کوم ارگان ورسره مرستې نه دې کړي. هغوی وایي چې ماشومان ئې د مړینې له گواښ سره مخامخ دي.

د رپوټونو په حواله شاوخوا ۳۰۰۰۰ کورنۍ د ملک له بیلا بیلو برخو څخه د تیرو درو کلونو په ترڅ کې کابل او د دغه ښار ګرد چاپیر پرتو سیمو ته کډن شوي دي. د دغو کورنیو د بي ځایه کیدو اصلي لامل د هغوی په سیمو کې د جګړې، فقر او بیروزگاري شتون دئ.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش