1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د متحده ایالاتو په ځنگلونو کې اور لگیدلی دئ

۱۳۹۱ خرداد ۲۲, دوشنبه

b

https://p.dw.com/p/15BwK

د متحده ایالاتو په کلورادو او نیومکسیکو ایالتونو کې د ځنګلونو اور اخیستلو سخت تاوانونه اړولي دي. اوس نو له دې کبله په سلهاوو وگړي دې ته اړ شوي دي چې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته وتښتي. د دې پېښو له کبله یو وگړی لادرله شوی دئ. په دغه ځای کې زیات کورونه ویجاړ سوي هم دي. په کلورادو کې په ۳۵ کیلو متر مکعب ځای کې اور لږیدلی دئ. دغه سیمه سل کیلو متره د دینوار په نامه ښار څخه لیري پرته ده.