1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماتو شوو هډوکو د پیوندولو نوی میتود

۱۳۹۰ دی ۲, جمعه

د ماتو شوو هډوکو د پيوندولو دغه نوی ميتود له داسې موادو څخه ګټه اخلي چې هغه مات شوي هډوکي نه يوازې بېرته جوړوي، بلکې پخپله هم د منځه ځي. پخوا به ډاکترانو د بدن څخه د يو بل هډوکي يوه ټوټه د پيوند دپاره کاروله.

https://p.dw.com/p/13YAh
دغه نوي مواد د هډوکي د پیوندیدو وروسته خپله له منځه ځي
دغه نوي مواد د هډوکي د پیوندیدو وروسته خپله له منځه ځيانځور: Fraunhofer Institut

کله چې د يو ناروغ د سر په کوپړه يا ککرۍ کې کوم سوری وي، نو جراحي ډاکتران اوسمهال د هماغه سړي د بدن څخه يو بل هډوکی ورپيوندوي او يا د فولادو يوه تخته ورته لګوي، تر څو ماته شوې ککرۍ بېرته ورشي او مضبوط شکل غوره کړي. دغه فولادي توکي د ناروغ په بدن کې پاتې کيږي يا د يو بل عمليات په ترڅ کې بېرته ايستل کيږي. خو د آلمان د فراونهوفر انستيتوت کارکونکو نوي ډول توکي اختراع کړي دي. هغه مات شوي هډوکي بېرته سموي او پخپله د منځه ځي.

دغه شی سپين رنګ، څلور کونجه شکل، د يو جال بڼه او د يو کارت لوی والی لري. په اصل کې دا پيوند د جامو يو جال شکله پيوند ته ورته دی، خو هغه د دې وړتيا لري چې ماتو شويو هډوکو ته مضبوط شکل ورکړي. خو د موادو بڼه يې ځانګړې ده چې له دوو بېلو عناصرو څخه متشکل دي. لومړی عنصر د پولي اکتيد په نوم مصنوعي توکی دی.

د پيوند په شکل کې دننه داسې سوري راغلي دي چې د هډوکو د غټېدو لوری تعينوي. پيوند پخپله ورو ورو د منځه ځي. د کومو پېچونو په مرسته چې هغه ټينګيږي د داسې موادو څخه جوړيږي چې هغه هم پخپله رژيږي. دا داسې يوه اختراع ده چې په مرسته يې ښايي د هډوکو د ماتېدلو په صورت کې د فولادي تختو او اوسپنيزو پېچونو استعمال پای ومومي.

خو تر اوسه لا دغه نوي ډول مواد او ورڅخه رغول شوي پيوندونه يوازې د سکليټ په هغو برخو کې استعماليږي چې د ډېر وزن د زغملو دنده ورپه غاړه نه ده.

پيوندونه د کمپيوټر په مرسته جوړيږي. له روغتون څخه تخنيکرانو ته د مات شوي ځای پرمختللي انځورونه استول کیږي چې د «ام آر تي» او «سي تي» ټکنالوژيو په مرسته اخيستل شوي وي. د عمليات نه مخکې د ليزر د وړانګو د لارې له اومو توکو څخه د هډوکو د پيوند شکل نيول کيږي، هغه له مات ځای سره عياريږي او بيا جراحي ډاکتر ته په اختيار کې ورکول کيږي.

د دغه نوي جال یو دري بعدي انځور
د دغه نوي جال یو دري بعدي انځورانځور: caesar /3mat

مارتين وېنر چې د فراونهوفر انستيتوت د ليزر د څانګې انجينر دی، وايي، چې د ليزر استعمال ډېر ګټور دی:

«تاسو د دې امکان لرئ چې د دغه میتود په مرسته په موادو کې دننه يوه تشه رامنځته کړئ. دا کار د مېخانيکي متودونو په مټ ناممکن دی. په داسې توکو باندې کار کولای شو چې په مېخانيکي ډول يې عيارول ګران وي. کلک فولادي توکي د ليزر په مرسته ويلي کېدای شي. له بلې خوا ډېرو پستو موادو ته شکل وربخښل هم ډېر سخت دي. ځکه نو ليزر راته ډېرې ګټې لري.»

دغه مواد يوازې د ليزر د تخنيک په انستيتوت کې نه دي رامنځته شوي، بلکې د بيالوژيکي موادو له څېړونکو او د آخن د پوهنتوني کلينيک د پلاستيک جراحۍ له څانګې سره همکاري موجوده وه. په همدغه کلينيک به د هډوکو پيوندونه هم لګول کيږي.

په حيواناتو باندې په تجربو کې ښې پايلې تر لاسه شوې دي. خو دغه بهير لا تر کار لاندې دی. تر څو هغه په روغتونونو کې ورځني استعمال ته ورسيږي، ښايي چې درې يا څلور کاله لا تېر شي.

سټن زیمونس/ نسیم صابر
کتونکی: سید ریاض