1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لویې جرګې خیمې ته څیرمه چادونې ۶ تنه ووژل

عبدالباري حکیم/ آژانسونه۱۳۹۲ آبان ۲۵, شنبه

یوه ځانمرګي برید کوونکي په کابل کې د لویې جرگې خیمې ته څیرمه یوه چادونه ترسره کړه. د افغان چارواکو د وینا له مخې په دې برید کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او ۲۲ تنه نور بیا ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/1AIrY
انځور: picture-alliance/AP

د افغانستان د کورنیو چاروز د وزرات ویاند صدیق صدیقي، د فرانس پرس خبری آژانس ته ویلي دي چې د «لومړیو معلوماتو له مخې له بده مرغه څلور ملکي کسان، یو پولیس یو عسکر په نني برید کې وژل شوي دي.» زیاته شوې چې په دغه پیښه کې ۲۲ تنه ټپیان شوي هم دي.

د افغانستان د ملي پوځ د یوه سرتیری د وژل کیدو خبر د دفاع وزرات له خوا هم تائید شوی دی. د دغه وزرات د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیری، له دویچه ویله سره په یوه لنډ تلیفوني تماس کې د ځانمرګي برید خبر تائید کړ او ویې ویل چې د هغه د معلوماتو له مخې یوازې د ملی اردو یو سرتیری وژل شوی او دری تنه نور ټپیان شوي دي وزیري زیاته کړه:

«د استاد برهان الدین رباني پوهنتون ته نزدې چې پخوا د ښوونې او رزونې پوهنتون په نامه یادیده نن [د شنبې ورځ] یو انتحاري برید وشو. په هغې کی زموږ د ۱۱۱ فرقې یو غړی وژل شوی او درې نور ټپیان دي.» وزیري په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې هغه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په هکله معلومات نه لري، خو وزیري دا ونه ویل چې د دغې حملې هدف څوک او کوم ځای وو.

په پام کې ده چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به په کابل کې مشورتي لویه جرګه دایره شي. په هغې کې د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د کابو ۳۰۰۰ استازو د ګډون انتظار کیږي تر څو د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د یو امنیتي تړون په هکله بحث وکړي.

دغه چادونه یوازې څو ساعته وروسته له هغې رامنځ ته شوه چې افغان ولسمشر حامد کرزي اعلان وکړ چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي تړون مسوده تقریبا بشپړه شوې ده او هغه به لویې جرګې ته وړاندې شي. کرزي وویل چې دغه جرګه یوازې مشورتي صلاحیت لري او د تړون په هکله د افغانستان پارلمان تصمیم نیسي.

د کابل د امنیې قوماندان محمد ظاهر، د فرانس پرس خبري آژانس ته وویل چې «ځانمرګي برید کوونکي په چاودیدونکو توکو بار له یوه موټر سره په یوې ملکي سیمه کې په چادونې لاس پورې کړ.» ظاهر وویل چې په برید کې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتی ده.

د پیښې یوه عیني شاهد چې خپل نوم یې فرانس پرس ته نصر الله، معرفي کړی وویل: «د جرګې مقر ته نزدې زما یوه ستره چادونه تر غوږ شوه. بیا مې امبولانسونه ولیدل چې په وینو لړلي کسان یې لیږدول. ما لږ تر لږه درې ټپیان ولیدل چې عسکري جامې یې په ځان کې وې.»

د کورنیو چارو د وزارت په یوې وینا پاڼه کې ویل شوي دي چې برید کوونکی مخکې له دې چې په چادونې لاس پوري کړي، لږ څه مخکي د امنیتی ځواکونو تر تعقیب لاندې وو. په وینا پاڼه کې راغلي دي: «برید کوونکي چې موټر چلاوه وپیژندل شو او د امنیتي ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندی ونیول شو. وروسته له هغې چې پولیسو پرې ډزې وکړې، هغه په چادونې لاس پورې کړ.»

د دې رپوټ تر لیکلو پورې کومې ډلی د دغه برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو ښایي د دې برید ملامتیا هم پر وسلوالو طالباتو واچول شي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شتون مخالفت کوي. افغان ولسمشر، حامد کرزي د شنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې چې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د پلان شوي امنیتي تړون او لویې جرګې په هکله خبریالانو معلومات ورکړل، یو ځل بیا د طالبانو او حزب اسلامي څخه وغوښتل چې په لویه جرګه کې ګډون وکړي: «موږ هغوی ته بلنه ورکوو چې جرګې ته راشي او خپل غږ اوچت کړي، خپل اعتراض اوچت کړي او خپل نظریات له نورو سره شریک کړي.»

خو له دې بلنې څخه مخکې طالبانو دغه جرګه رد کړې ده او د هغی ګډون والو ته یې ګواښ کړی دی چې له هغوی سره به د «خائنانو» په توګه چلند وشي، که چیرې دغه تړون تصویب کړي.