1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د لوګر والي د موټرو پر کاروان برید اته امنیتي ځواکونه ووژل

۱۳۹۷ دی ۳۰, یکشنبه

ځايي چارواکو ویلي دي چې د یکشنبې په ورځ سهار د لوګر د والي د موټرو پر کاروان باندې د موټر بم برید شوی چې په پایله کې یې لږ تر لږه اته افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي. پخپله والي له پیښې روغ رمت وتلي.

https://p.dw.com/p/3BrEC
Afghanistan Selbstmordanschlag
انځور له ارشیف څخهانځور: Reuters/S.Peiwand

د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي، ویلي دي چې برید کوونکي د والي د موټرو کاروان ته نزدي له چاودیدونکو موادو خپل ډک موټر والوزوه. د احمدزي په خبره پیښه د لوګر او کابل تر منځ پر لویه لاره رامنځ ته شوې ده.

احمدزي وویل: «په خواشینۍ سره لس تنه نور ټپیان شوي هم دي. د تلفاتو کچه لوړیدای شي.»

احمدزي روښانه کړې ده چې د لوګر د ملي امنیت ادارې مشر هم له والي سره مل وو خو هغه ته هم زیان نه دی رسیدلی.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، په یوه بیانیه کې د پیښې پړه منلې ده او په کې یې «ډیر شمیر» افغان امنیتي ځواکونو د وژل او ټپي کیدو ادعا کړې ده. طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د لوړو تلفاتو رامنځ ته کولو ادعاوې کوي.

لوګر د کابل په څه نا څه ۷۵ کیلومتري کې پروت دی چې وخت نا وخت په کې د طالبانو بریدونو ترسره کیږي. طالبان د دې ولایت په ډیرو سیمو کې فعال حضور لري.

طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو او چارواکو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. که څه هم امریکا متحده ایالاتو په وروستیو وختونو کې له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي دي، خو دغه ډله بیا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.