1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لوړو زده کړو وزير مشرانو جرگه قانع نه کړه

اسماعيل شاکر/کابل۱۳۹۱ اسفند ۲۷, یکشنبه

د افغانستان مشرانو جرګې د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۷) د لوړو زده کړو وزیر ډاکټرعبیدالله عبید استجوابیه غونډي ته ورغوښتی وو، چي په کانکور کې د درغلیو او فساد په اړه د سناتورانو پوښتني جواب کړي.

https://p.dw.com/p/17zD3
Bild 2: Emblem Meshrano Jirga Zu sehen sind die Embleme des Parlaments und des Unterhauses. Die Bilder hat uns am 05.02.2011 unser Korrespondent Hussein Sirat aus Kabul geschickt.
Emblem Meshrano Jirgaانځور: DW

یو شمېر سناتورانو په سخته غوښتنه وکړه چې د کانکور پایلې دي وځنډول شي ځکه له پراخو درغلیو ډکې دي. د دې جرګې غړي رفیع الله حیدري وویل:

"د لوړو زده کړو وزیر جوابونه د قناعت وړ نه ول، ځکه چې په کانکور کې د پاتي شویو ځوانانو له پاره باید پلان ولري خو د وزیر په خبرو کې داسې څه نه ول."

ښاغلی حیدري زیاتوي هغو ځوانانو ته ځواب نه لري چې له تېرو څو ورځو راهېسې یې په کانکور کې د شویو درغلیو له امله لاريونونو ته لاس ورته کړی دی.

د جرګې بل غړي داوود آساس په کانکور کې د پراخ فساد په اړه نېوکې وکړې او آن د لوړو زده کړو د وزیر پر ټیم یې د پردیو د جاسوسۍ تور ولګاوه.

"فساد پکې شته او ما په خپلو سترګو لیدلی دی، وزیر صاحب موږ په تا کې هیڅ ملاحظه نه لرو، خو ټیم دې په هره بلا ککړ دی هم په خیانت، هم د پردیو په جاسوسۍ او هم د ملت په خرابی اخته دی."

مشرانو جرګه له هغه وروسته دا څرګندونې کوي چې ولسي جرګې هم د تېرې شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د مارچ ۱۶) د لوړو زده کړو وزیر استجوابیه غونډي ته وربللی وو.

ولسي جرګې پرون پریکړه کړې چې په سږني کانکور کې بریالي شوي محصلان دې ترهغو پوهنتونو ته نه معرفي کیږي چې په دې آزموینه کې د شویو درغلیو څېړنه نه وي بشپړه شوې.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عبیدالله عبید سناتورانو ته وویل، چي د کانکور په برخه کې د شویو درغلیو څېړنو ته چمتو دی.
ښاغلي عبید زیاته کړه که د کانکور په آزموینه کې د هر ګډونوال حق خوړل شوی وي نو کولای شي په آزادنه ډول لوړو زده کړو وزارت ته عارض شي.

ده ژمنه وکړه چې د ټولو معترضو ګډونوالو شکایتونه به هرومرو څېړل کیږي.

د لوړو زده کړو وزیر په خپل ټیم کې د پردیو جاسوسانو او خیانت کونکو په اړه وویل دا موضوع ثبوت ته اړتیا لري.

"موږ افغانان باید په ټولو برخو کې په ګډه کار وکړو، که چیري په دغه ټیم کې یو څوک خاین وي یا لاسوهنه کوي، خو له اسنادو او ثبوت سره په داسې کسانو باید هیڅ رحم ونه شي زه خپله په دې برخه کې همکار یم چې دغسي خاینانو ته باید سزا ورکړل شي."

مشرانو جرګې پریکړه وکړه چې په کانکور کې د شویو درغلیو په اړه به له ولسي جرګې، مدنې او لوړو زده کړو وزارت سره په ګډه څېړني وکړي.

دغه راز جرګې وړاندیز وکړ چې تردې وروسته دې د کانکور آزمویني چاري یوه ملي کمېسیون ته وسپارل شي، چي په راتلونکي کې ځوانان له دغه شان ستونزو سره مخامخ نه شي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټرعبیدالله عبید د مشرانو جرګې له دې وړاندیز څخه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې دا موضوع به د وزیرانو له شورا سره شریکه کړي.

د سږ کال په کانکور آزموینه کې د ۱۲ ټولگيو نزدې ۱۷۵ زرو فارغانو ګډون کړی وو، چې له دې ډلې یوازي ۴۴ زره کسانو د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لاره پيدا کړې ده.