1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لويديزاو روسيې ترمنځ روابط بيرته مخ پرسميدو دي

۱۳۸۷ بهمن ۲۱, دوشنبه

لويديځ روسيې ته د ښې سياسي او پوځي همکاري لاس اوږد کۍ . دامريکا متحده ايالاتو، جرمني او فرانسي د مونيخ د امنيت په نړيوال کنفرانس کي د بين امللي مسايلو د حل دپاره د روسيې د پراخي ونډي غوښتنه وکړه :

https://p.dw.com/p/GqO4
د متحده ايالاتود جمهور رييس مرستيال جو بايدن ،کله چه د مونشن په امنيتي کنفرانس کی دروسيې د ګډي همکارۍ غوښتونکی سو
د متحده ايالاتود جمهور رييس مرستيال جو بايدن ،کله چه د مونشن په امنيتي کنفرانس کی دروسيې د ګډي همکارۍ غوښتونکی سوانځور: AP

د مثال په ډول د ايران په موضوع کي .

د متحده ايالاتو د جمهور رييس مرستيال، جو بايدن په ختيځه اروپا کي د متحده ايالاتو د پلان سوي دفاعي سيستم د نصبولو په شخړه ايزه موضوع کي د روسيې د همکارۍ غوښتنه کړې ده . په عين وخت کي ماسکو څرګنده کړې ده چي روسيه د خپلو اټومي وسلو د کمولو دپاره تياره ده . ناټو او د اروپا اتحاديه هم د روسيې سره د نوو لارو د نيولو په مخ خپل غيږه پرانيستې ده.

په مونيخ کي د امنيت د کنفرانس يوه مهمه موضوع د وسلو کمول وه . د اروپا د اتحاديي د خارجي چارو مسوول، خاوير سولانا د وسلو د کمولو په موضوع کي د ماسکو يوې وروستۍ څرګندوني ته په اشارې سره وويل:

«مهمه خبره دا ده چي، موږ تصميم ونيسو ترڅو د هغه يو وړانديز په بحث کي برخه واخلو،چي د جمهور رييس ميدويديف له خوا د ميز پر سر ايښوول سوی دی، خو هغه لا تر اوسه ډير ګنګ دی، نو په دې وجه پر هغه باندي خبري کول سختي دي . خو موږ د يوه رغونکي دريز د درلودلو په باب پريکړه وکړه . داسي يو دريز چي جوبايدن هم ښکاره کۍ .»

همدا رنګه د وسلو د کمولو او کنترول په اړه د جرمني دخارجه چارو وزير، فرانک والټر شتاين ماير، وويل چي د مونيخ دکنفرانس ګډون کونکو وښووله چي ددغه هدف دپاره لار خلاصه ده، او دګډ اقدام امکانات موجود دي . ده وويل ،

« زه د وسلو د کنټرول په برخه کي مشترک ټکي وينم . زه ډاډه يم چي د وسلو دکموالي او د سختو بين امللي مسايلو په حل کي اوس په ګډه عمل کولای سو .که دا د نژدې او يا ليري ختيځ موضوع وي، او يا د افغانستان . »