1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لندن تر کنفرانس وروسته په افغانستان کي څه تر سره سوي

۱۳۸۹ تیر ۲۹, سه‌شنبه

د لندن دکنفرانس څخه تقريباً شپږ مياشتې وروسته يو مثبت څه نه تر سترګو کيږي. بر عکس: وروستی نيم کال د ۲۰۰۱ م کال راهيسي تر ټولو خونړی و.

https://p.dw.com/p/OPfe
د لندن په کنفرانس کي د کابل د نړیوال کنفرانس پرېکړه وسوه
د لندن په کنفرانس کي د کابل د نړیوال کنفرانس پرېکړه وسوهانځور: AP

افغان پوځ د دغه وضعيت له امله ځان ددې وړ نه بولي چي د امنيت په برخه کي بشپړ مسووليت په غاړه واخلي لکه څنګه چي د کال په سر کي دلندن په کنفرانس کي ټاکل سوي ول.

د دفاع وزارت وياند ظاهر اعظيمي وايي چي داګويا په دې پورې اړه نه لري چي ګواکي طالبان دي ډېر پياوړي وي، بلکي په دې پوري تړلې ده چي افغان ملي اردو تر اوسه پورې په ډېرو اړينو وسايلو سمباله سوی نه دی.

د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيلوال بيا په څرګند ډول د خپل هېواد پر ملګرو باندي نيوکي کوي او وايي چي هغوﺉ بايد خپلي ژمني پوره کړي.

د هغه په خبره د افغانستان حکومت د لندن د کنفرانس غوښتني پوره کړي دي.

«هر وزارت او هرې ادارې د يوې راتلونکي ستراتيژۍ تر څنګ د اداري فساد سره د مبارزې دپاره يوه طرحه هم وړاندي کړې ده.په دې ډول موږ د توقعاتو څخه لا ډيري لاسته راوړني لرو.»

زاخيلوال په افغانستان کي د اداري فسار پر شتون اعتراف کوي، خو زياتوي چي افغان حکومت هر هغه څه کوي څو په خپلو ليکو کي درغل کسان ونيسي.

خو دغه نظر د ولسمشر حامد کرزي پر حکومت باندي نيوکه کونکي اشخاص نه تاييدوي. هغوﺉ پر دې انتقاد کوي چي حکومت لا د دادري فساد په شمول د هېواد د ډېرو ستونزو لپاره د حل لارې نه دي موندلي.

يونس فکور، چي د افغانستان د کورنيو چارو کارپوه دی، په دې اړه وايي:

«هغسي يو ولسمشر چي شپږ مياشتي وروسته لاهم د خپلي کابينې وزيران نه سي ټاکلای، د هغه څخه د يو بريالي سياست ادعا نه سي کيدای. موږ هيله لرو چي نړيواله ټولنه به،که هغه په رشتيا سره د افغانستان د وضعي ښه کېدل غواړي، افغان حکومت ته ټول مسووليتونه ور په ګوته کړي او د اوس په شان دي په تشو خبرو نه تېر وزي.»

د فکور په خبره لږ همکاري او متقابل تورونه د کابل او نړيوالي ټولنی تر منځ د دې سبب سوي چي د لندن د کنفرانس پرېکړي په سراسري ډول هم پلي سوي نه دي.

د هغه اخيستنه دا ده چي: که د افغانستان په اړه کنفرانس په کابل کي د يو نوي اوښتون او د وضعي د ښه والي پيلامه نه وي، نو افغانانو ته به دا خبره کول ډېره ګرانه وي چي نړيواله ټولنه د دې وس نه لري چي د هغوئ په هېواد کي د ترهګرۍ ستونزه حل کړي.

shamel Ratbil/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل