1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لمر د څیړنې په موخه ناسا تاریخي فضايي بیړۍ توغولې

۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبه

د «پارکر سولر پروب» په نامه د امریکا فضايي ادارې یا ناسا د لمر د څیړنې په موخه جوړه شوې فضايي بیړۍ فضا ته توغولې. د فضايي بیړۍ توغول د شنبې په ورځ په وروستیو شیبو کې د تخنیکي ستونزو له کبله ځنډول شوي ول.

https://p.dw.com/p/331yw
NASA TV - Start der Parker Solar Probe
انځور: Official Stream of NASA TV

د «پارکر سولر پروب» په نامه د امریکا د فضايي ادارې یا ناسا دغه فضايي بیړۍ به په فضا کې د اوو کلونو له پاره ماموریت اجرا کړي. دغه فضايي بیړۍ د یکشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د فلوریډا ایالت له کیپ کاناویرال سیمې څخه توغول شوې او په دې ترتیب یې د لمر په لوري خپل تاریخي سفر پیل کړ.

دغه بیړۍ چې فزیکي جوړښت یې د یوه کوچني موټر په اندازه دی، په مستقیمه توګه د لمر د اتموسفیر پر لوري سفر کوي او په دې ترتیب سره به دغه څه د لمر د کورونا اتموسفیر د څیړنې له پاره لومړنۍ هڅه وي. د لمر په دغه واټن کې د تودوخې درجه شاوخوا ۵۵۵ زره سانتي ګرید ته رسیږي.

تر دې وړاندې د دغې بیړۍ توغول د شنبې په ورځ په وروستیو ثانیو کې د تخیني ستونزو له کبله متوقف شول، او بلاخره د اګست میاشتې په ۱۲ نیټه په ځايي وخت شاوخوا ۳ بجې او ۳۱ دقیقو یې د لمر پر لوري خپل سفر پیل کړ.

ناسا ویلي چې د دوی تازه ماموریت د لمر د لمس کولو له پاره لومړۍ هڅه ده. دغه فضايي بیړۍ به د لمر له سطحې څخه په شاوخوا ۶ میلیونه کیلومترو کې خپلو څیړنیز ماموریت اجرا کړي. د ناسا پر دغه تازه ماموریت شاوخوا ۱،۵ میلیارده ډالر لګښت راغلی دی.

د ناسا ادارې ساینسپوهان هیله من دي چې د دې بې پیلوټه فضايي بیړۍ پر مټ به دوی د دې وړتیا تر لاسه کړي چې د نویو امکاناتو له لارې د لمر نور اړخونه هم وڅيړي او د خطرناک سولري طوفان د خطرونو په هکله نور پټ رازونه روښانه شي.

د «پارکر سولر پروب» په نامه د امریکا د فضايي ادارې یا ناسا دغه فضايي بیړۍ به د راتلونکو اوو کلونو په ترڅ کې د لمر کرونا په نامه له قشر څخه ۲۴ ځله تیر شي. سایسنپوهان وايي چې کله چې دغه بیړۍ د لمر ۲۲ قشر ته ورسیږي، نو په یوه ساعت کې د دغې فضايي بیړۍ سرعت به شاوخوا ۴۳۰ زره میلو ته رسیدلی وي کوم چې پر ځمکه باندې له بل هرشي څخه یو خورا چټک سرعت دی.