1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لاس ویګاس قاتل څوک وو؟

۱۳۹۶ مهر ۱۱, سه‌شنبه

یوه سپین پوستي محاسب، چې تقاعد شوی وو ۵۹ انسانان ووژل او تر۵۰۰ زیات یې ټپیان کړل. پولیس اوس د دغه برید د انګیزې موندلو په لټه کې دي. په ټوله نړۍ کې دغه عمل انديښنه راپارولې.

https://p.dw.com/p/2l8Yo
USA Las Vegas Trauer nach Massen-Schießerei
انځور: Getty Images/D.Angerer

تر اوسه څیړونکي یوازې په دې پوهیږي چې: د برید عامل ستيفين پډاک، د میندلې بې هوټل د ۳۲ پوړ له یوې خونې څخه د موسیقۍ د فیستیوال پر ننداره کوونکو فیرونه وکړل. برید کوونکی له څلورو ورځې راهیسې په دغه هوټل کې د میلمه په توګه یوه کوټه کرايه کړې وه. کله چې چارواکو د دغې کوټې دروازې دروازه ماته کړه، برید کوونکی لا تر مخه مړ وو. پولیس داسې اټکل کوي چې ښایي هغه ځان په خپله وژلی وي. په خونه کې پولیسو ۱۶وسلې موندلې.

د پولیسو د وینا له مخې د پډاک د برید د انګیزې په هکله لا تر اوسه معلومات نه شته. د هغوی په خبره د یوه ترهګر بريد په اړه هيڅ نخښې نښانې نه شته. د اف بي آی، د معلوماتو له مخې لومړنیو څیړنو کې په دې هکله هیڅ شواهد نه موندل کیږي چې دا دې له ترهګرۍ سره په تړاو د کوم فردي کس عمل وي. زیاته شوې ده چې په دې هکله هم هیڅ نخښې نښانې نه شته چې دغه کس دې له تندلارو اسلامپالو ډلو سره کوم ډول خواخوږي لرلي وي.

د امریکا متحدو ایالاتو د داخلي امنیت وزارت، د معلوماتو له مخې په دې هکله هم کوم د باور وړ نخښې نښانې نه شته چې په نورو عامه ځایونو کې دي د احتمالي بریدونو خطر وي.

تروريستي ډلي داعش د دغه برید ادعا کړې ده. د داعش اړونده خبري آژانس «اعماق» ویلي دي چې برید کوونکی د «اسلامي دولت» عسکر وو. خو داعش کابو د دغه شان هر ډول خونړیو پیښو که هغه یوه کس کړی وي که یوې ډلي، مسئولیت يې پر خپله غاړه اخلي.

تر اوسه پورې د برید عامل کس پولیس ته د تاوتریخوالي په هیڅ ډول پیښه کې مطلوب نه وو. د چارواکو په وینا د هغه په دوسیه کې یوازنۍ پيښه ترافیکي جرم وو چې څو کاله تر مخه یې کړی وو. د پیډاک کور چې په مسکویټ کي دی پولیسو پلټلی دی. دغه ځای له لاس ویګاس څخه ۱۳۰ کیلومتره ليري دی. په کور کې بیلا بیلې کوچنۍ وسلې، په زرونو مرمۍ او چاودیدونکي توکي موندل شوي دي. دغه خبر د ولسوالۍ د پولیسو مشر جوزف لومباردو، ورکړی دی. د برید کوونکي په موټر کې امونیم نایترات موندل شوي دي، چې په چاودیدونکو توکو کې کارول کيدای شي.

د هغه له کورنۍ څخه پوښتنو ګرویږنو هم کومه مرسته نه ده کړې. د پډاک ورور ایریک د «لاس ویګاس ریویو ژورنال» ورځپاڼې ته ویلي دي چې هغه هیڅ تصور نه شي کولای چې ورور یې ولې په دغسې یوې خونړۍ پیښه لاس پورې کړ. د هغه په خبره ورور یې نه سیاسي تعصب درلود او نه هم مذهبي.

د رسنیو د رپوټونو له مخې د برید عامل په الاسکا ایالت کي د ښکار کولو یو جواز درلود. دغه ایالت کې د سترو وحشي ژویو لکه خرسانو او غرڅنیو په ښکار مشهور دی. د ایریک په خبره هغه به تل لاس ویګاس ته سفر کاوه څو هلته په کازینو (قمارخانه) کې د بخت لوبه وازمویي.

ایرک پډاک، خپل ورور د یوه هوسا کس په توګه یادوي، چې په کښتیو کې به یې سفر کاوه او د پوکر (یو ډول قمار) لوبه به یې کوله. د هغه په خبره ورور یې یو عادي تبع وو چې آن هیڅکله یې د موټر د ناسم پارک له کبله کومه جریمه هم نه ده تحویله کړې.

د هغه د کورنۍ د غړو له پاره دغه برید یوه لرزه دی. ایرک پډاک وويل: «دا داسې ده لکه چې یو استروید زموږ کورنۍ ته رالویدلی وي. موږ هیڅ نه پوهیږو چې څرنګه دغه کار شوی دی.

هغه دا هم ویلي دي چې پلار یې بینیامین له بانک څخه د غلا په تور مطلوب کس وو، خو دوی له هغه سره هیڅ اړیکه نه لري. هغه په ۱۹۶۹م کال کې له زندانه تښتیدلی او په پوسترونو کې چې د هغه د نیول کیدو له پاره خپاره شوي وو هغه د یوه روحي ناروغ په توګه یاد شوی وو.

دا چې ولې هغه د موسیقۍ فیستیوال د برید له پاره غوره کړ، تر اوسه نامعلومه ده. په عادي ډول په دغه درې ورځني فیستیوال کې په زرونو کسان ګډون کوي. د پولیسو د معلوماتو له مخې په دغه کنسرت کې چې برید پرې شوی ۲۲۰۰۰ کسانو ګډون درلود.

په متحدو ایالاتو کې وخت ناوخته دغه ډول وسله وال بریدونه تر سره کیږي. په ښوونځیو او پوهنتونو کې پر یو شمیر دغه ډول بریدونو سربیره هم د متحدو ایالاتو پخوانی ولسمشر بارک اوباما په دې و نه توانید چې د وسلو قانون د سختولو پر وړاندي د جمهوري غوښتونکو د سخت مقاومت پر وړاندي پرمختګ وکړي. اوس ښایي د وسلو د قانون په هکله په متحدو ایالاتو کې یو ځل بیا بحثونه تاوده شي.