1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فیس بوک ونډو د خلکو توقعات پوره نه کړل

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳۰, شنبه

د فېس بوک اسهام د جمعې په ورځ د لومړي ځل له پاره د نيويارک د اسهامو په بازار کې وپلورل شوې. د فیسبوک مشر د ونډو د لومړۍ ورځې له پاره جگي هيلي درلودې چي پوره نه سوې.

https://p.dw.com/p/14ydG
انځور: DW

فېس بوک چي د خپلو معلوماتو له مخې تر نه سوه میلیونه څخه زيات ثبت سوي غړي لري، د جمعې په ورځ ئې د ونډو د بازار يو نوی تاريخ وليکه. د اسهامو بازار ته د فېس بوک د ونډو د عرضه کول پېل په نړیواله توگه د دلچسپۍ او پاملرنې موجب گرځېدلی وو.

د نړۍ په ټولو مشهورو رسنيو کې دغه موضوع ته زياته پاملرنه سوې وه او هغه کسان چې د ونډو د بازارونو سره زياته دلچسپي نه لري، هغوی هم د فيس بوک د ونډو د عرضه کولو پېل ته په لېوالتيا سره خپل پام اړولی وو.

د فېس بوک د ونډو د عرضه کولو په ورځ یو شمېر ستونزې رامنځ ته سوې. په لومړي سر کې د يوې تخنيکي ستونزي له کبله د ونډو په بازار کي د فيس بوک د ونډو د خرڅلاو پېل د ځنډ سره مخامخ سو. د ونډو د بازار د پرانستل کېدو څخه نيم ساعت وروسته د فيس بوک ونډې خرڅلاو ته وړاندي کړل سوې.

تر زياته وخته د ونډو اخيستونکي چې تر مخه ئې د فيس بوک د ونډو د رانيولو عریضې وړاندې کړې وې، پر دې نه پوهېدل چي ايا ونډې ئې تر لاسه کړي او که څنگه.

د ځايي وخت د غرمې په يوولس نيمو بجو چې کله د ونډو د بازار قيمتونه پر لوحه څرگند سول، چې د فيس بوک د ونډو قيمت ۴۲ ډالرو ته رسېدلی دئ نو زيات ونډه اچوونکي او په همدې راز د فيس بوک کارکوونکي خوښ نه برېښېدل. د فيس بوک ونډې د بازار د پېل کېدو پر وخت په ۳۸ ډالره عرضه سوې ول. داسې اټکل کېده چي دغه قيمت به په تیزې سره زيات سي خو په ټوله ورځ کې تر لسو فيصدو څخه زیات نه سو. کله چې په نيويارک کې د ونډو بازار وتړل سو نو د فيس بوک د ونډو په قيمت کې په بشپړه توگه یوازې ۰،۶ سلنه زياتوالی راغلی وو چي تر توقعاتو څخه ډېر کم وو. دا پداسي حال کې ده چې يو شمېر کارپوهانو اټکل کړی وو چې په لومړۍ ورځ به لا د فيس بوک په ونډو کې پنځوس سلنه زياتوالی راسي.

د ونډو و بازار ته د فیس بک ورتلل يو تاريخي کار وو. د ونډو په بازار کې د فيس بوک د ټولو ونډو قيمت ۱۰۴ مليارده ډالره وو. په ۲۰۰۴م کال کې د گوگل انټرنټي شرکت هم د ونډو بازار ته راغلی وو چې هغه وخت ئې قيمت ۲۳ مليارده ډالره وو چې اوس ۲۰۰ ملياردو ډالرو ته جگ سوی دئ. خو د اېپل اليکترونيکي او کمپيوټر جوړونکي شرکت قيمت د ونډو په بازار کي تر ۵۰۰ میلياردو څخه لا هم جگ اټکل کيږي.

د لومړۍ ورځې وروسته اوس کارپوهان اټکل کوي چې فيس بوک زيات مينه وال لري خو د ونډو په بازار کې دغه کفايت نه کوي. د فيس بوک د گټې اصلي منبع په خپله پاڼه کې تجارتي اعلانونه دي چي په دې هکله هم يو شمېر کارپوهان وايي چي د دغو اعلانونو له لاري رامنځ ته کېدونکې گټه زياته نه ده.

د دې تر څنگ په مجموع کې دا تر پوښتنې لاندي نيول کيږي چي ايا په رښتيا هم په فيس بوک کې اعلانونه د اعلان ورکوونکو شرکتونو له پاره گټه کوي که څنگه.

داسې خبرې هم سته چې وايي کله چې کارونکي فيس بوک کاروي نو اعلانونو ته کمه پاملرنه کوي، چې په دې توگه د فيس بوک ټول تجارتي کار تر پوښتنې لاندې نيول کيږي.

دا به اوس وخت وښيي چي ايا فيس بوک هم د گوگل په څېر د ونډو په بازار کې بريالی کيږي او که د الماني شرکت ټي آنلاين، او ورته ناکامه سوو شرکتونو په څېر له تاوانونو سره مخامخ کيږي.

آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: سید ریاض