1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

د فوټسال افغان لوبډله ډېره وځلېده، خو ماته يې وخوړه

۱۳۹۸ تیر ۲, یکشنبه

د آسيا د اتلولۍ په پايلوبه کې جاپان د فوټسال تر شلو کلو لاندې افغان لوبډله ماته کړه. په دې سره د قهرمانۍ پر ځای افغانستان دويم مقام خپل کړ.

https://p.dw.com/p/3Kw8v
AFC U-20 Futsal Championship |  Afghanistan vs Japan | Finale
انځور: F. Mashouf

د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې تر شلو کلو لاندې لوبغاړو د آسيا د اتلولۍ په پايلوبه کې د جاپان له خوا ماته وخوړه. له دې سره افغانستان د قهرمانۍ او اتلولۍ د تر لاسه کولو خپل دغه چانس له لاسه ورکړ، خو دويم مقام يې تر خپل کړی دی. په آسيايي لوبو کې د دويم مقام خپلول هم د افغانستان له پاره ستره بريا ده. جاپان په دغې له تلوسې ډکې لوبې کې افغانستان ۳:۱ مات کړ. د آسيا د اتلولۍ دغه پايلوبه د پورشريفي په نوم د ايران د تبريز ښار په يوه سرپټي لوبغالي کې تر سره شوه. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې سږ کال په لومړي ځل د آسيايي لوبو پايلوبې ته لاره موندلې وه. 
د ځينو افغانانو پر مخ لوبې ته د ورتلو لاره تړلې وه

Iran Tabriz Alt und Neu
دغه پايلوبه د ايران تبريز ښار کې وه.انځور: baztab.ir

ډېرو افغان مهاجرو غوښتل چې د ايران تبريز ښار ته سفر وکړي څو خپله لوبډله تشويق کړي او ښې لوبې کولو ته يې وهڅوي. خو ځينو افغانانو شکايت کاوه چې لوبې ته د ورتلو لارې يې پر مخ تړلې پاته شوې وې. فوټسال هغه د فوټبال لوبې ته وايي چې په هر ټيم کې يې پنځه تنه لوبيږي. دغه لوبه سربېره پر دې يوازې په سرپټو لوبغالو کې تر سره کيږي.

ر ش/ن ص/ګ پ