1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فلسطین خود مختار اداره له مالي ستونزرو سره مخامخ ده

۱۳۹۱ دی ۱۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/17F4Y

د فلسطین د خود مختار ادارې لومړي وزیر سلام فیاض ویلي دي چې عربي مرسته کوونکو هیوادونو دغې ادارې ته په وخت مرستې نه دې رسولي چې له کبله یې د فلسطین خود مختاره اداره د اجرأتو د نه کولو له ګواښ سره مخامخ ده.

فیاض له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په مرکه وویل چې حکومت یې نه شي کولای چې د عامه خدمتونو په برخه کې د ۱۵۰ زره کارکوونکو معاشونه ورکړي. د هغه په خبره که په لازمو اقداماتو لاس پورې نه شی نو د هغو فلسطینیانو شمیر به چې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي دوه برابره شي او په دې ترتیب به ۵۰ فیصدو ته ورسیږي. فیاض موجوده وضعیت د ځغملو وړ نه دی بللی.