1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د قاچاق وړونکو د ناسمو ژمنو په اړه خبرداری

۱۳۹۶ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

د اروپا د د باندني سرحد د ساتني ادارې یا فرونټکس مشر فابریس لجري ویلي دي، د انساني قاچاق وړونکو هغه ژمنې چي په لومړي سر کي ډیرې امیدواره کوونکي ښکاري په پای کي د ډیرو په کړاو او آن د مرگ په بیه تمامیږي.

https://p.dw.com/p/2ecDA
Mittelmeer - Flüchtlinge - Boot
انځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Masiello

لجري د فرانسي خبري آژانس ته ته ویلي دي چي اروپا ته سفر پر خلکو باندي لکه جنت ته د تگ په ډول خرڅیږي خو هغوی یا په مدیترانه کي ډوبیږي او یا داسي اروپا ته رسیږي چي د دوی د توقعاتو برخلاف حالت لري. هغه زیاته کړې ده چې دا په اصطلاح هغه جنت نه دی لکه څنگه چي قاچاقبرانو ترسیم کړی

پردې سربیره اروپايي ټولنه د کډوالو د بیرته لیږلو جدي سیاست پرمخ بیايي. په دې ترتیب د ډیر شمیر کډوالو ذخیره سوې پیسې او هر څه قرباني کیږي ځکه چي قاچاقبرانو ته یې باید ورکړي.

د لجري په خبره تر دې دومره تکلیفونو او سفرونو وروسته یوه الوتکه هغوی بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته انتقالوي او اخراجیږي.

 

لجري د مهاجرينو د دغه اوږده سفر په جریان کي په مدیترانه کي د ډیرو مهاجرو ډوبیدو او وژل کیدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چي لکه څنگه چی د مهاجرينو نړیوال سازمان یا IOM محاسبه کړې، هلته یوازي په ۲۰۱۶ م کال تر ۵۱۰۰ اضافه انسانان وژل سوي دي.

دغه چارواکي زیاته کړې ده چې په ۲۰۱۷ م کال کي تر تیر کال اضافه انسانان ایټالیا ته رسیدلي دي. خو د هغوی زیادتره له لویدیځې افریقا څخه د اقتصادي دلایلو له کبله راتښتیدلي دي.