د فرانسې سوسیالست ګوند د پارلماني ټاکنو مخکښ
۱۳۹۱ خرداد ۲۲, دوشنبه
داسې ښکاري چې په فرانسه کې کیڼ اړخه بلاک چې مشري ئې د فرانسې د سوسیالست ګوند پر غاړه ده، مخ په وړاندې درومي. دا هغه څه دي چې د فرانسې نوی ولسمشر فرانسوا اولاند، ئې غواړي چې وروسته له ۱۷ کلونو بیرته په فرانسه کې د منځنۍ طبقې او د عامو خلکو د ګتو په پام کې نیولو سره حکومت وکړي.
د ټاکنو د پایلو له مخې چې تر اوسه لاس ته راغلي دي د سوسیالست ګوند په مشرۍ کیڼ اړخه بلاک په سلو کې ۴۷ رائې گټلي دي. د فرانسې محافظه پالې ډلې ښایي د پارلمان ۳۵ سلنه څوکۍ اشغال کړې وي. د فرانسې صدراعظم جین مارک ایرالت، چې د ولسمشر اولاند، یو متحد دئ رایو ورکونکو ته په دوهم پړاو کې هم د بریالیتوب ژمنه وکړه:
«که چیرې ولسمشر یو غوڅ اکثریت تر لاسه کړي، نو هغه ژمنې چې هغه د مې په میاشت کې له تاسو سره کړې دي، هغه به د عمل په ډګر کې پلي کړي. پرته له دې امکان نه لري چې په دې ټولنه کې عدالت تینګ شي او نه به فرانسه په اروپا او د نړۍ په سطح کي ټینګ دریځ ولرلای شي.»
د یکشنبې د ورځې ټاکنو وښودله چې د اولاند سوسیالست ګوند به د فرانسې له زرغون ګوند سره په ګډه په ملي اسامبله کې اکثریت ولري. له دې ډول یو اکثریت سره د اروپا د اتحادیې دغه ستر هیواد به پرته له کوم خڼده څخه هغه پروګرامونه پلي کړي چې ولسمشر اولاند ئې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خلکو ته وعدې کړې وې.
که څه هم د پخواني ولسمشر نیکولا سارکوزي، محافظه کار ګوند په عمومي توګه په ټول هیواد کې کابو د سوسیالست ګوند په څیر رایې گټلې دي، خو د هغه نور متحدین له دومره قوت نه لري چې وکړای شي د کیڼ اړخې بلاک د پروګرامونو مخه ونیسي. د محافظه کارګوند مشر جین فرانسوا کوپي، انتظار لری چې د پارلماني ټاکنو په دوهم پړاو کې سیالۍ وګټي:
«دا خبره صحیح ده چی موږ د کین اړخي بلاک له بریاووڅخه ډیر وروسته پاتې یو. خو له دې هم باید انکار و نه شي چې د ټاکنو د تر اوسه پورې لاس ته راغلو پایلو له مخې زموږ ګوند، د سوسیالست ګوند په پرتله زیاتې رایې ګټلي دي. او دا ښیي چې فرانسویان د ټاکنو په هکله څه ډول نظر لري.»
د فرانسې پارلمان چې ملي اسامبله هم ورته ویل کیږي، په ټولیزه توګه ۵۷۷ څوکۍ لري. وړاند وینې ښیي چې د فرانسې سوسیالست او زرغون ګوندونه په ګډه ښایي د ۲۸۳ تر ۳۲۹ څوکیو پورې وگټي. خو تر راتلونکې یکشنبې پورې چې د ټاکنو دوهم پړاو سرته رسول کیږي باید انتظار وشي.
آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش