1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غير پوځي منطقې د جوړيدو پر سر موافقه

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۱ دی ۱۷, یکشنبه

سوډان او جنوبي سوډان د افریقايي ټولنې په منځګړیتوب موافقه کړې ده چې خپلې سرحدي سیمې غیر پوځي کړي. په دې کار سره به دواړه هیوادونه وکولای شي چې د نفتو صادراتو ته دوام ورکړي.

https://p.dw.com/p/17EmR
انځور: KHALED DESOUKI/AFP/Getty Images

د افرایقايي ټولنې مشر او د جنوبي افریقا ولسمشر تمبو مبيکي، وویل چې د سوډان او جنوبي سوډان ولسمشرانو د یکشنبې په ورځ په ایتوپیا کې تر دوو ورځو خبرو اترو وروسته پر دې موضوع باندې موافقه وکړه.

په اصل کې د سرحدي سیمو د غیر پوځي کولو پریکړه د ۲۰۱۲ کال په سپتمبر میاشت کې شوې وه خو تر اوسه پوري یوه هیواد هم په دې اړه اقدام نه دی کړی. اوس نو دواړو هیوادونو موافقه کړې ده چې د سپتمبر د میاشتې پریکړي پلي کړي. مبیکي ټینګار کړی دی چې دواړو خواو له کوم قید او شرط پرته د دغو پریکړو د عملي کولو وعده کړې ده.

تر دې مخکې سوډان او جنوبي سوډان د ۲۰۱۲ کال په لومړیو میاشتو کې ډیرې سختې جکړې سره کړي وې. خو دغو هیوادونو بیا د همدې کال په اپریل میاشت کې پر یوه اوربند سره موافقه وکړه.

د دواړو هیوادونو مشرانو ویلي دي چې د نفتو د صادراتو د جاري ساتلو له پاره د یوې غیر پوځي سرحدي منطقې جوړول ضروري دي. سوډان او جنوبي سوډان د خپلو مصارفو د تمویل له پاره د نفتو صادراتو ته سخته اړتیا لري.

د موجوده هوکړو عملي کول

ښاغلي مبیکي وویل: «هغوی موافقه کړې ده چې د شویو هوکړو د پلې کولو له پاره په ټولو لازمو اقداماتو لاس پورې کړي.»
مبیکي زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمه کې د غیر پوځي منطقې د جوړولو پریکړه د تیر کال په سپتمبر میاشت کې کړې وه. د هغه په خبره اوس به د دې هوکړې د عملي کولو له پاره ټول اقدامات تر سره شي.

اوس به نو سوډان او جنوبي سوډان د خپلي پولي پر سر شاوخوا ۲۰۰۰ کیلو متره سرحدي منطقه غیر پوځي کړي. تر دې مخکې افریقايي ټولني او غربي هیوادونو ګواښ کړی وو چې که دغه دواړه هیوادونه یوې موافقې ته و نه رسیږي، نو بنديزونه به ورباندي وضع شي. جنوبي سوډان د ۲۰۱۱ کال په جولای کې د یوه مستقل هیواد په توګه په رسميت وپیژندل شو.