1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزني مېوې بازارته تر رسېدو د مخه ورستيږي

۱۳۸۹ شهریور ۲۲, دوشنبه

د غزني ولايت بزګر او بڼ والان د ميوو د ساتلو لپاره د سړو خونو له نشتونوالي شکايت کوي.

https://p.dw.com/p/PAbv
د غزني ولايت باغداران د اوبو د نشتوال څخه هم سرټکوي
د غزني ولايت باغداران د اوبو د نشتوال څخه هم سرټکويانځور: Bilderbox

هغوی وايي چي، د ميوو د را ټولولو په موسم کي يي هر کال په سلګونه ټنه حاصلات خوسا کيږي.

همدا اوس د غزني د مرکز په بازارونو کي په ډيره کچه تازه ميوې په دوکانونو او ريړيو کي تر سترګو کيږي خو هغسي چي بايد ورته بازار موندل سوی وای د بازار څرک نه ليګيږي.

د غزني بڼ والانو په وار وار د کرهني او اوبو لګولو له وزارت څخه غوښتني چي د دوي د محصولاتو لپاره دي د مارکيټ په موندلو او د سړو خونو په برابرولو کي ورسره مرسته وکړي خو داسي ښکاري چي تر اوسه وزارت پري غوږ نه دي ګرولي.

د غزني په ښار کي يوه ميوه پلورنکي چي په عين وخت کي د ميوې د بڼ خاوند هم دی دويچه ويله ته وويل چي د تير کال په پرتله يي سږ کال د انګورو په حاصلاتو کي يو پر دوه زياتوالی راغلی خو په خبره يي د بازارونو د نشتون له کبله په خوسا کيدو دي.

«د دغسي حاصلاتو ډيريدل به څه کړو، چي په بڼ او کور کي راته ورستيږي، دولت زموږ د ستونزو غم نه خوري، په تيرو نهو کلونو کي يې سړې خوني راته جوړي نه کړې چي موږ پکښي خپلي ميوي وساتو».

دا يوازي د غزني ښار بڼ وال ندي چي د خپلو ميوو د ساتلو او خرڅلاو په برخه کي له ستونزو سره مخ دي.

د دغه ولايت ګڼ بڼوالان ورته ستونزي لري.

د صديق الله په نامه د انګورد بڼ خاوند وايي چي د غزني ولايت پر ګڼو ولسواليو سربيره په مرکز کي هم بزګران تر ستوني په ستونزو کي ډوب دي او په سلهاوو زره افغانۍ ورته سږ کال زيان اوښتی دی.

نوموړي دويچه ويلي ته د ميوو لپاره د بازار او سړو خونو د نه شتون سربيره يو شمير نوري ستونزي هم په ګوته کړې.

«اوبه نه لرو، کانولونه نسته او له مجبوريته په جنراتور ځمکي اوبه کوو او کلني فصل مو ډير قيمته تماميږي».

د کرني وزارت وياند مجيدالله قرارهم په غزني ولايت کي د بزګرانو ستونزي مني خو وايي چي د هيواد په ټولو ولايتونوکي د دغي ستونزي د حل لپاره سړي خوني شتون لري چي د نړيوالي ټولني په مرسته د کرهني او اوبو لګولو د وزارت له لوري په تيرو څو کلونوکي جوړي شوي دي.

د غزني ولايت بزګران په داسي حال کي د وړ مارکيټ غوښتنه کوي چي د هيواد اتيا سلنه اقتصاد حاضر حال د کرهني او مالدارۍ پر محصولاتو ولاړدی اوکه چيرته د بزګرانو په مخ کي پرتي ستونزي حل نه سي نو په راتلونکي کي به له يوي لويي فاجعي سره هيواد مخ سي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي که دولت او مرستندويه ادارې په ګډه د کورنيو حاصلاتو او پيداوارو لپاره مناسب بزار وپلټي او د سړو خونو سيستم فعال کړي نو د بزګرانو پراقتصاد سربيره به د هيواد په ملي اقتصاد هم زيات مثبت اغيزي وشيندي، چي له دي سره تر ډيره کچه دهيواد امنيتي حالت هم خوندي کيداي شي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل