1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عين کار څخه ښځي د نارينه وو په نسبت لږ معاش پلاس راوړي .

۱۳۸۶ اسفند ۱۵, چهارشنبه

په جرمني کښي ښځي د نارينه وو په نسبت څلرمه برخه لږ پيسې ګټي ...

https://p.dw.com/p/DKFs
يوه جرمنۍ ماموره د کار پر وخت
يوه جرمنۍ ماموره د کار پر وختانځور: Mohamed Nabil

لکه څنګه چي د WSI د مؤسسې د يوې ټول پوښتني څخه معلوميږی ، ښځي په متوسط ډول د مياشټی 23% لږ پيسې ګټي . دغه رپوټ چي نن چارشنبه خپور سو ، مؤسسې د 6300 انټرنيټي پوښتنو پر اساس جوړ کړی دی .

د ښځو او نارينه وو تر منځ د مياشتني عايد تفاوت د 84 څخه تر 825 ايرو پوري دی ، چه په مسلک او وظيفې پوري اړه لري . تر ټولو لږ تفاوت د مسلکي مامورينو په معاشونو کښي دی ، او تر ټولو ډير تفاوت د محاسبې د مامورينو د معاشونوپه منځ کي دی .

تر 24 کلنۍ پوري د ځوانو ښځو عايدات بيا د نارينه وو سره ډير تفاوت نلري ، او 7,8% ته رسيږي . خو کله چه سن لوړيږي، په معاشونو او عايداتو کښي هم توپير ډيريږي . مثلأ هغه ښځی چه سن يې تر 55 کلو لوړ وي ، عايدات يې کم او تفاوت يې 26,7 ته رسيږي . تر اوسه لا دا خبره په جرمني کښي هم صدق کوي ، چي د عين کار څخه ښځي د نارينه وو په نسبت لږ معاش پلاس راوړي .