1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان مارش د ټانک تر سیمې رسیدلای دئ

۱۳۹۱ مهر ۱۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/16Lr8

د پاکستان د ځایي رسنیو د رپوټونو په حواله له اسلام آباد څخه تر جنوبي وزیرستانه د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو پر ضد پیل شوي مارش کې د گډونوالو شمیر زرونو کسانو ته رسیدلی دئ. د رپوټونو په حواله دغه کاروان چې تیره ورځ له اسلام آباد څخه پیل شوی وو نن سهار د ټانک سیمي ته نزدی شوی دئ.

دغه سیمه د پاکستان قبایلي سیمو سره گډه پوله لري. په پاکستاني تلویزونونو کې په خپرې شوې ویدیو کې په سلگونو تنه پولیس د تیارسئ په حالت کې ښودل شوي دي او داسې اټکل کیږي چې لاریون کوونکو به ته اجازه ورنکړل شي چې قبایلي سیمي ته ور ننوځي. د پاکستان د تحریک انصاف د گوند مشر عمران خان په یوه وینا کې چې په تلویزون کې خپره شوې له خپلو ملاتړ کوونکو څخه مننه کړې ده او ویلي ئې دي چې دوی د بې پیلوټه الوتکو پر ضد خپل پیغام نړایولو ته ورساوه.