1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عمران خان د لاريون د مخنيوي هڅه سوې ده

دويچه ويله/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۳ مرداد ۲۴, جمعه

په لسونو زره پاکستاني مظاهره کوونکي د اسلام آباد د حکومت پرضد راپورته سوي دي. دوی پر نواز شريف باندي په ټاکنو کي د درغليو تور لگوي. د اپوزيسيون مشر عمران خان پر موټر باندي تر فيرونو وروسته زورزياتی نور هم ډېر سوی دی.

https://p.dw.com/p/1CvK9
انځور: picture-alliance/dpa

په گوجرانوالې ښار کي د لاريون پر مهال د عمران خان د موټرو پر کاروان باندي فيرونه سوي دي. د کرکيټ د دغه پخواني اتل د موټرو کاروان هغه مهال په ډبرو وويشتل سو چي په دغه ښار کي په يوه اوږده لاريون کي تيرېدی. ويل کيږي چي پوليسو د ډبرو غورځوونکو پر وړاندي هيڅ عکسل العمل ښوولی نه دی. په دغه پيښه کي خان ته زيان رسېدلی نه دی.

د پاکستان تلويزيونونو داسي انځورونو ښودلي دي چي د عمران خان او د هغه د مخالفانو د پلويانو ترمنځ اخ و ډب ښيي.

په لسونو زره مظاهره کوونکي د اسلام آباد پر لور

د دولت په لسونو زره مخالفان له لاهور ښار څخه له دوو بېلو بېلو لارو د اسلام آباد پر لور حرکت کړی دی. يوه ډله د طاهر القادري په مشرۍ اوس اسلام آباد ته نژدې سوې ده او بله ډله چي ويل کيږي شمېر يې پنځو زرو کسانو ته رسيږي د عمراخان په مشرتوب اسلام آباد ته پر لاره ده. دغه لاريون کوونکي پر لومړي وزير نواز شريف باندي تور لگوي چي د تير کال د می مياشتي په ټاکنو کي يې درغلي کړې ده. دوی د شريف د استعفا غوښتنه کوي او د ژر تر ژره نوو ټاکنو ترسره کېدل غواړي.

لاريون
انځور: Reuters

په داسي حال کي چي د عمران خان په مشرتوب د «پاکستان تحريک انصاف» گوند ته د لاريون اجازه ورکړل سوه، د دغه هيواد يوې محکمې د القادري په مشرتوب د «پاکستان عوامي تحريک» گوند ته د لاريون اجازه نه ورکړه. خو وروسته بيا قضائيه قوې دغه اجازه ورکړه.

دغه محبوب خطيب تر لاريون دمخه ويلي ول چي دوی غواړي په دې سره «خلک له فقره څخه وژغوري» او د «يو رښتنی ديموکراتيک سيستم» جوړولو غوښتونکي دي. حکومت تر دې دمخه لا په اسلام آباد کي سخت امنيتي تدابير نيولي دي.

د پوځ او حکومت ترمنځ توپير

د پاکستان مشرتابه پر اپوزيسيون باندي تور لگوي چي غواړي په زور سره واک ته ورسيږي. د دوی په خبره دا هغه څه دي چي دوی په ټاکنو کي لاس ته راوړلای نه سوای. منتقدان عمران خان او القادري، گرم گڼي چي گويا په خپلو غلطو تورونو او لاريونونو سره غواړي د دغه هيواد واکمن پوځ خطا باسي.

د پوځ او حکومت ترمنځ اړيکي ستونزمني دي. د پاکستان پوځ، رقيب هيواد هندوستان ته د شريف د پخلايني سياست نه مني.

دغه راز د افغانستان په اړه سياست او له پخواني جمهور رئيس پروېز مشرف سره د چلند په اړه هم د حکومت او پوځ ترمنځ توپير سته. پوځ دغه راز د رسنيو له لاري په ناکرارو سيمو کي د عملياتو پر مهال له بشري حقونو څخه د سرغړونو په نيوکو سره هم ځان ترفشار لاندي بولي.

پاکستاني څارونکي وايي چي د دغه هيواد د پوځ جنرالان پر نواز شريف باندي شک کوي چي غواړي کرار کرار د پوځ واک کم کړي. دوی دغه راز حتی د پاکستان پر ملکي حکومت باندي د کودتا خبره کوي. د پاکستان په ۶۷ کلن تاريخ کي درې واري کودتا سوې ده.

د درغليو په اړه قضايي څېړنه

د پاکستان لومړي وزير د سه شنبې په ورځ ماښام د درغلیو په اړه د يوې قضايي څېړني اعلان وکړ، څو د خپلو مخالفانو خولې يې تړلي وي.

نواز شريف په يوه تلويزيوني وينا کي وويل چي د ستري محکمې له خوا به يو درې کسيز کمېسيون په ټاکنو کي د درغليو موضوع وڅېړي. هغه وويل: «زما گرانو هيوادوالو، تر دغه اقدام وروسته بيا هم د مظاهرو اړتيا سته؟» هغه زياته کړه: «زه تاسو پريږدم چي دغي پوښتني ته جواب وواياست.»

خو عمران خان د نوازشريف دغه اقدام رد کړ او د هغه د ژر تر ژره استعفا غوښتنه يې وکړه.