1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوباما د عسکرو د شمېر په اړه پريکړه نه ده کړې

۱۳۹۱ آذر ۷, سه‌شنبه

سپينه ماڼۍ وايي، چي جمهور رئيس بارک اوباما تراوسه پوري په افغانستان کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته د امريکايي ځواکونو د پاتېدو د شمېر په اړه پريکړه نه ده کړې.

https://p.dw.com/p/16qJX
White House Press Secretary Jay Carney speaks during his daily briefing, Monday, Jan. 23, 2012, in the Brady Briefing Room of the White House in Washington. (Foto:Haraz N. Ghanbari/AP/dapd)
Weiße Haus Pressesprecher Jay Carneyانځور: AP

د سپيني ماڼۍ وياند جی کارنی د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۶) په واشنگټن کي خبريالانو ته وويل، چي جمهور رئيس اوباما تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د پاتېدونکو امريکايي ځواکونو د شمېر په اړه تصميم نه دئ نيولی:

«موږ په افغانستان کي د دوامداره پاتېدو له پاره د پينتاگون او نورو وړانديزونه گورو او بررسي کوو، چي له افغان حکومت سره ورباندي بحث وکړو.»

هغه زياته کړه، چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو پوځي حضور په دغه هيواد کي له تروريزم سره په مبارزې او افغان ځواکونو په روزنه پوري تړلی دئ.

په پلان کي ده، چي د ۲۰۱۴ کال ترپايه پوري له افغانستان څخه ټول جنگي بهرني ځواکونه ووزي.

اوس په افغانستان کي نزدې۶۷۰۰۰ امريکايي سرتيري مېشته دي
اوس په افغانستان کي نزدې۶۷۰۰۰ امريکايي سرتيري مېشته ديانځور: dapd

د دوشنبې په ورځ «والستريت ژورنال» د امريکا د يوه لوړپوړي چارواکي په حواله داسي راپور خپور کړ، چي متحده ايالات غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي ۱۰۰۰۰ سرتيري پريږدي.

دغي ورځپاڼي د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوامبر ۲۵) د امريکا د متحده ايالاتو د يوه لوړپوړي چارواکي، چي نوم ئې نه دئ اخيستل په حواله لیکلي دي، چي دغه پلان په افغانستان کي د امريکايي جنرال جان الن له طرحي سره سرخوري.

د ورځپاڼي په خبره په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان الن له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ امريکايي سرتيري د پاتېدو سپارښتنه کړې وه.

خو کارپوهان په دې نظر دي، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته وظايفو د ترسره کېدو له پاره نزدې ۳۰۰۰۰ سرتيرو ته اړيتا ده. دغه ځواکونه بايد له افراطيت سره د مبارزې له پاره افغان امنيتي ځواک و روزي.

اوس په افغانستان کي نزدې ۶۷۰۰۰ امريکايي سرتيري مېشته دي او پرهغو سربيره د ناټو۳۷۰۰۰ عسکر او ۳۳۷۰۰۰ افغان امنيتي ځواک د هيواد امنيت ساتي.

د رواني مياشتي په نیمايي کي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امریکا متحده ايالاتو د پوځي حضور پر سر باندي د افغان او امريکايي چارواکو ترمنځ خبري اتري پيل سوې.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم