1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د عراق کوردي «پېشمرگي» کوباني ته ننوتل

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آبان ۱۰, شنبه

د «پېشمرگي» په نوم د عراق کوردي ملیشې د ترکیې پولي ته څرمه د سوریې کوباني ښار ته رسیدلي دي. دغه ښار د افراطي اسلامپاله ډلې «اسلامي دولت» له خوا کلابند دی. نړيوال ائتلاف بيا په دغه ښار کي د ترهگرو پر مورچلو بمبارۍ کړي دي.

https://p.dw.com/p/1DfQa
انځور: Reuters

د سوریایي کوردانو د ملاتړ له پاره له عراق څخه د «پېشمرگي» په نوم د کوردي ملیشو ۱۵۰ تنه د سوریې کوباني ښار ته رسیدلي دي. په لندن کې د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان د معلوماتو له مخې د کوردي ملیشو کتار د سوریې په شمال کې د کوباني ښار ته رسیدلی دی.

د کوردي ملیشو «پېشمرگي» شا او خوا ۱۵۰ تنه جنگيالي د عراق له شمال څخه دغي جگړې ځپلي سیمې ته د ملاتړ له پاره رسیدلي دي. له څو اونیو راهیسې د «اسلامي دولت» افراطي ډلي دغه ښار کلابند کړی دی.

د عراق د کوردي جنگیالیو ورتگ له کبله خوښي

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د عراق له شمال څخه کوردي جنگیالیو چې څو ورځې یې د سوریې کوباني ښار ته د تگ له پاره انتظار کاوه، د جمعې په ماښام د سیمي پر وخت د شپې پر ۹ بجو او ۳۰ دقیقو د سوریې له سوروچ ښار څخه د پولې پر لور په سرویسونو او موټرونو کې حرکت وکړ. دغه کتار د ترکیې د عسکرو له خوا بدرگه کیده. د سړک په اوږدو کې په سلونو کوردانو د دغه ملیشو هرکلی کاوه.

په لندن کي د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان د معلوماتو له مخې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب ائتلاف کوباني ښار ته څرمه د «اسلامي دولت» ډلې پر مورچلو باندي نوي هوايي بریدونه کړي دي.

ويل شوي دي چي کوردي ملیشي په درنو وسلو سمبال دي، چې پکښې توپخانه هم شامله ده. افراطي ډله «اسلامي دولت» له څو اونیو راهسي دغه ښار له درو اړخونو کلابند کړی دی او غواړي چي ور ننوځي. دغه ښار اوس یوازي د شمال پر لور د ترکیې پولې ته یوه لاره پرانیستې لري.

د ملگرو ملتونو له خوا په يوه ترسره شوې څېړنه کې راغلي دي چې له ۲۰۱۰م کال راهیسې له «اسلامي دولت» ډلي سره دومره کسان يو ځای شوي دي چې تر دې دمخه يې ساری نه وو ليدل شوی.

بریتانوي «گارډین» ورځپاڼې او اسوشیتد پرس خبري آژانس د ملگرو ملتونو د څیړنې په حواله لیکلي دي چې تر ۸۰ د زیاتو هیوادونو شا او خوا ۱۵۰۰۰ افراطيانو عراق او سوریې ته سفر کړی دی، څو له نور افراطي اسلامپالو په ملاتړ وجنگيږي.

«واشنگټن پوسټ» ورځپاڼي هم د امریکا د استخباراتي ادارو په حواله د افراطي ډلې اسلامي دولت لیکو ته په دغه شمیر کې د تندلارو د ورجذبیدو رپوټ ورکړی دی. د دغه رپوټ له مخې هره میاشت شا او خوا ۱۰۰۰ تنه بهرني تندلاري اسلامپالي له نوموړي ډلې سره یو ځای شوي دي.

د ملگرو ملتونو په رپوټ کې کارپوهانو د فرانسې، روسیې او بریتانيا د هیوادونو د تندلارو جنگیالیو تر منځ د همکارۍ خبره کړې ده. د بریتانيا د پولیسو مشر بیرنارد هوگن هووي، څه موده وړاندې ویلي ول چې په اوسط ډول هره اوونۍ پنځه بریتانویان په سوریې او عراق کې له اسلامي دولت، ډلې سره د یوځای کیدو په موخه خپل سفر پیلوي.

ملگرو ملتونو په دې هکله اندیښنه څرگنده کړه ده چې د منځني ختیځ له جبهې څخه د جنگیالیو د بیرته ستنیدو په صورت کې ښایي ډیر هیوادونه له ستونزو سره لاس او گریوان شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب