1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د عراق د فلوجې ښار د القاعدې په ولکه کي دی»

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ دی ۱۵, یکشنبه

پر عراق باندي د امريکا تر يرغل لس کاله وروسته د دغه هيواد په لوېديځ کي د فلوجې ښار د اسلامي ياغيانو تر ولکې لاندي راغلی دی. په دې وروستيو وختونو کي په دغه ښار او رمادي کي سخت جنګ روان وو.

https://p.dw.com/p/1AlQ8
انځور: picture-alliance/dpa

د عراق يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۴) ويلي دي چي د دغه هيواد د فلوجې ښار د «عراق او شام د اسلامي دولت» په نامه افراطي ډلي له خوا نيول سوی دی. دغه ډله د القاعدې له تروريستي شبکې سره اړيکي لري.

له فلوجې څخه راپورونه وايي چي په دغه ښار کي نه حکومتي ځواکونه او نه هم محلي ملېشې په سترګه کيږي. يوه عيني شاهد ويلي دي چي دغه ښار اوس داسي بڼه غوره کړې ده «لکه ټول چي پکښې مړه وي» بازارونه ټول بند او دوکانونه تړل سوي دي.

د عيني شاهدانو په حواله په دغه ښار کي د جمعې تر لمانځه وروسته په سوونو وسله وال چي تور بيرغونه هم ور سره ول سره راټول او د يوه «اسلامي دولت» اعلان يې وکړ.

د عراق لومړي وزير نوري المالکي د دغه هيواد د تلويزيون له لاري ويلي دي چي «ټولي تروريستي ډلي» به له منځه وړي. هغه ويلي دي چي حکومت به يې تر هغه وخته پوري پر آرامه نه کښېني، څو خلک يې له دغو ډلو څخه ژغورلي نه وي.

د وروستيو زور زياتيو د ډېرېدو علت په رمادي ښار کي د دوشنبې په ورځ د سني مسلمانانو د يوه اعتراضي کمپ له منځه وړل وو. لومړي وزير المالکي دغه کمپ په سيمه کي د القاعدې يو مقر بللی وو. په رمادي او فلوجه کي تر سختو جنګونو وروسته د حکومتي ځواکونو تر وتلو وروسته د «ISIS» (په عراق او شام کي اسلامي دولت) ډلي جنګياليو تر خپل ولکې لاندي راوستل.

د درنو وسلو کارول

په بغداد کي دولتي رسنيو د جمعې په ورځ داسي راپورونه خپاره کړل چي ګويا د پوليسو له هغو مرکزونو څخه چي ياغيانو نيولي ول هغوی بيرته پرشا تمبول سوي دي، خو لږ وروسته بيا داسي راپورونه ورکړل سول چي د «ISIS» ډلي جنګياليو له امنيتي ځواکونو څخه بيرته هغه ځايونه نيولي دي او پوليس پر شا سوي دي. يوازي د جمعې په ورځ په دغه ښار کي نزدې ۱۰۰ تنه انسانان چي ۶۲ کسان يې ياغيان دي وژل سوي دي.

د فلوجې ښار يوه برخه
انځور: picture-alliance/dpa

په دغو جنګونو کي حکومت په فلوجه کي د ياغيانو د ځپلو له پاره له درنو وسلو څخه هم کار اخيستی دی. د ځايي اوسېدونکي په خبره د توپونو د مرميو په چاودنو کي د شنبې په ورځ ۸ کسان وژل سوي دي.

په ۲۰۰۳ مېلادي کال کي پر عراق باندي د امريکا محتده ايالاتو د يرغل پر مهال فلوجه د سني ياغيانو مرکز وو او تر ډېر سخت مقاومت وروسته د عراقي لښکر په مرسته امريکايي عسکر پکښې ځای پرځای سول.

مذهبي جنجالونه

د ۲۰۱۲ مېلادي کال په وروستيو کي له عراق څخه د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته ياغيانو د «انبار» سيمه چي ډېری اوسېدونکي يې سنيان دي ونيوله. د کارپوهانو په اند په عراق کي د «ISIS» سني ډله، ځکه پياوړې سوې ده چي د نوري المالکي په مشرۍ دولت پر سياست باندي چي د شيعه مسلمانانو په لاس کي دی سنيان سخت په خښم دي.

په دغه هيواد کي د سني مسلمانانو اقليت وايي چي د دولت له خوا ورسره تبعيض کيږي او د دولت له خوا له غچ اخيستلو څخه شکايت کوي.

په عراق کي د پخواني جمهور رييس صدام حسين د واکمنۍ پر مهال د حکومت مهمي چوکۍ د سنيانو په لاس کي وې خو د دغه هيواد ډېر اوسېدونکي شيعه ګان دي. دغه رقابت اوس په کورنۍ جګړه کي ډوب هيواد سوريه کي هم روان دی.