1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو په واکمنۍ کې د ښوونکو ژوند

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ مهر ۱۳, چهارشنبه

د اکتوبر ۵ د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې د ښوونکي د ورځې په توګه لمانځل کیږي، خو افغان ښوونکي بیا هم د تېر په څېر له لږې تنخوا او لږو اسانتیاوو شکایت کوي. ان ځیني ښځینه ښوونکي دا ادعا هم کوي چې له دندو لېرې شوي.

https://p.dw.com/p/4HmSL
افغانستان-ښوونځي-نجونې
افغانستان-ښوونځي-نجونېانځور: picture alliance/AP Photo/M. Anwar Danishyar

د مریم احمدي په نوم د بامیان ولایت یوه ښوونکې چې له تېرو ۱۵ کلونو یې د ښوونکې په توګه کار کړی او اوس له کاره لېرې شوې، دویچه ویله ته وویل: «زه له بده مرغه چې د امارت په راتګ سره له معلمی منفکه شوې یم او اوس وزګاره پر کور ناسته یم، زه د یوې لنډې مودې له پاره د خپل یو ناروغ سره د درملنې له پاره بهر تللې وم چې راغلم منفکه شوې وم.»

خو د طالبانو حکومت وايي، د دوی په تېره یو کلنه واکمنۍ کې د ښوونکو شاوخوا ۲۰ زره نوي بستونه رامنځته شوي دي.

سره له دې چې ښوونکي ان له کلونو راهېسې د کمو تنخواوو شکایت کوي، خو ځینې یې وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې یې معاشونه نور هم کم شوي.

په کابل کې د یوه دولتي انستېتیوت استاد توریالي منګل دویچه ویله ته وویل، چې اوس ترې کدري معاشونه ګرځول کیږي: «معاشونه میاشت په میاشت راکول کیږي، خو مشکل دادی چې د معلم معاشونه کم دي خو د توکو بیې خورا لوړې دي، معلمان د خپل معاش ډېره برخه د لارې په تګ راتګ لګوي.»

د طالبانو اداره وايي، اوس شاوخوا ۲۴۷ زره ښوونکي په ټول افغانستان کې په دندو بوخت دي.

اړوند مطالب: د کابل ښار د یوشمېر ښوونځیو د ښوونکو درسي اعتصاب په دریمه ورځ هم دوام لري

په کابل کې یوه ښوونکي حامد مروت دویچه ویله ته وویل، له یوې خوا د ښوونکو معاشونه کم دي له بل لوري هغه درنښت چې باید ښوونکي ته وشي، په ټولنه کې نه لیدل کیږي: »جګړو د ټولنې پر اخلاقو او ادبياتو پوره اغيز کړی او اکثره زده کوونکي له خپلو ښوونکو سره ناسم چلند کوي ان کله کله خبره تر فزيکي برخورده هم ورسېږي چې دغه کړنه ښوونکي ډېر ځوروي او له دندې یې زړه تورن کوي.»

د طالبانو ادارې هم نن چهارشنبې (۲۰۲۲م کال د اکتوبر ۵مه) د کابل په اماني لېسه کې د ښوونکي د نړېوالې ورځې په توګه غونډه رابللې وه، چې جګپوړ طالب چارواکو ورته وینا وکړه.

ښوونکو ته د طالبانو ژمنتیا

د طالبانو د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې د ښوونکو مادي او معنوي حقونو ته ژمن دي.

د دغه وزارت د تضمین او کیفیت مرستیال مولوي عبدالخالق صادق وویل: «ښوونکی د ټولنې زړه دی او زده کوونکي په دې زړه کې امانت دي.»

د طالب چارواکو له ډلې د چارو ادارې مشر مولوي نورالحق انور ټینګار وکړ چې که ښوونکي خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړي، نو په ټولنه کې شته ستونزې هواریږي.

د چارواکو د مالوماتو له مخې، په افغانستان کې د ۲۴۷ زره ښوونکو ترڅنګ د زده کوونکو شمېر هم لس میلیونه ته رسېدلی دی.

اړوند مطالب:د ښوونکي نړېواله ورځ، افغان ښوونکي څه وايي؟