1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو پخوانئ قوماندان ملا عبدالسلام د موسئ کلا د ولسوال په حيث

۱۳۸۶ دی ۱۸, سه‌شنبه

د موسئ کلا د ولسوالۍ څخه د طالبانوتر ايستلو وروسته د افغانستان حکومت د طالبانو يو پخوانئ قوماندان ددغې ولسوالۍ د ولسوال په حيث تعين کړئ دی ...

https://p.dw.com/p/DK7R
د موسئ کلا ولسوالي دهغه تر نیولو وروسته
د موسئ کلا ولسوالي دهغه تر نیولو وروستهانځور: DW
نن په کابل کي د جمهوررئيس کزي وياند همايون حميدزاده ویاند وويل چه ملا سلام د موسئ کلا د ولسوالۍ په حيث تعين سوئ دی . د کابل حکومت يوه نيمه اونۍ مخکي دوه تنه ،چي يو ئې د اروپائي ټولني او بل ئې د ملگروملتوډيپلوماټان وه، دافغانستان څخه وايستل . کابل پر هغو باندي تور لگولئ ؤ، چی دوئ په موسئ کلا کي دطالبانو سره خبري شروع کړي دي .
په تير ډسامبر کي د موسي کلا په ولسوالۍ کي د افغاني اوخارجي پوځي عملياتوڅخه څو ورځي دمخه ددغي ولسوالۍد طالبانو قوماندان ملا عبدالسلام ، د طالبانو څخه اوښتئ ؤ. لږ وروسته تر هغه عسکروته دا زمينه برابره سوه، چي په څلور ورځني عملياتو کي طالب ياغيان ددغه ولسوالۍ څخه وباسي . طالبانو تر دغه وخته پوري دغه ولسوالي لس مياشتي پلاس کي درلوده.
حميدزاده همدارنگه وويل چي ملا سلام په دې کي برخه درلوده ،چي موسئ کلا د طالب ياغيانوڅخه خلاصه کي، او ده په دې کي رول درلودئ، چي د مختلفو قومونو تر منځ وحدت او اتفاق رامنځته کۍ. اوس دئ د خپلو خلگوپه خدمت کي دئ، او د حکومت د ملاتړ څخه هم برخه من دئ.
د جمهوررئيس کزي وياند اضافه کړه،چي نور طالب ياغيان دي هم د ملا سلام لار تعقيب کي ، او دروازه د ټولو هغو کسانو دپاره خلاصه ده چي د اساسي قانون پر اساس په سياسی جريان کي برخه واخلي .
دداخلي او خارجي پوځونو دپاره د موسئ کلا نيول په تير عيسوي کال کي تر ټولو َلويه کاميابي وه،هغه کال چي د طالبانو تر سقوط وروسته تر ټولوخونړئ کال ؤ.