1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو يو نوی نسل د پاکستان په مدرسو کې روزل کيږي»

۱۳۹۶ مرداد ۹, دوشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چې د طالبانو يو بل نسل د کويټې په مدرسو کې روزل کيږي. ويل شوي چې له افغانستان څخه انتقال شوي ماشومان هلته د طالبانو له خوا د جلبيدو له ګواښ سره مخامخ دي.

https://p.dw.com/p/2hQOh
Madrassa Pakistan
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د روانې ميلادي مياشتې په سر کې په غزني ولايت کې د يوه عادي کنترول پر وخت دوه بې اسناده موټر درول شوي ول. د پوليسو په حواله دوی په دغو موټرو کې ۲۷ هلکان چې عمرونه یې د ۴ او ۱۵ کلونو ترمنځ ول، وموندل چې ټول یې په غير قانوني توګه د کراچۍ په مدرسو کې د زده کړو له پاره ليږدول کېدل.

د اسوشیتد پريس خبري آژانس په حواله دغه ماشومان په دې موخه دغه پاکستاني مدرسو ته وړل کيدل چې د طالبانو له افکارو سره سم وروزل شي او افغانستان ته بيرته تر ستنيدو وروسته د اسلام هماغه تفسير عملي کړي چې د طالبانو غورځنګ په ۲۰۰۱ م کال کې افغانستان ته د امريکا په مشرتوب د بهرنيو ځواکونو تر راتلو مخکې پلي کاو.

پوليسو هغه نيول شوي موټروانان د ماشومانو د قاچاق په تور بنديان کړل. خو د دې ماشومانو ميندو او پلرونو وويل چې خپل اولادونه یې پخپله خوښه پاکستان ته د زده کړو له پاره استول.

کوېټه ښار د طالبانو اصلي ټاټوبی بلل کيږي او ډير طالبانو د همدې ښار او شا او خوا سيمو په مدرسو کې زده کړي کړي دي. د طالبانو د مشرتابه جرګه ګۍ چې د «کوېټې شورا» په نوم ياديږي، مقر هم په کويټه کې دی.

د افغانستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وويل چې د افغانستان د ملي امنيت ادارې په پاکستان کې داسې ۲۶ مدرسې په ګوته کړي چې اټکل کيږي هلته د طالبانو راتلونکې نسل روزل کيږي او ځينو ته یې حتی د ځانمرګو بريدونو لارښونه کيږي. 

د دغه چارواکي له خوا په ګوته کړل شوې زياتره مدرسې په کويټه کې دي.

د دغه چارواکي په حواله د شيخ عبدالحکيم مدرسه هم په هغو مدرسو کې شامله ده چې د طالبانو د جلب او جذب د مرکز په توګه پيژندل شوې ده. د اسوشيټد پريس خبري آژانس همکاران دغي مدرسې ته ورغلي ول، خو ورته ويل شوي چې د مدرسې مشر چي ياده مدرسه یې په نوم ده، د تبليغ په موخه تللی دی. خو د مدرسې يوه ښوونکي عزيز الله مياخيل منلې وه چې د دوی ځينې شاګردان له افغانستان څخه دلته راغلي دي.

خو هغه اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې زياتره شاګردان د بلوچستان ایالت له بيلا بيلو کليو دي. نوموړي د طالبانو يا هم د پاکستان د استخباراتي ادارې اي ايس اي سره چې د افغان طالبانو د ملاتړ تور ورباندي لګول کيږي، همکاري رد کړې ده.

مياخيل وويل چې د دوی په مدرسه کې ۳۵۰ شاګردان اوسيږي او زده کړې کوي. د غزني د پوليسو مشر محمد مصطفی مايار په دې هکله وويل: «قاچاق کوونکي زموږ بې ګنا ماشومان د سرحد بلې غاړې ته د زده کړو په پلمه د ترهګرۍ مرکزونه ته انتقالوي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون څخه موسی محمودي وايي چې جګړه، بې وزلي، ناامني او په کورنيو کې د دې په اړه د عامه پوهاوې کمښت چې ماشومان یې له کوم ګواښو سره مخ کیدلای شي، په افغانستان کې د ماشومانو قاچاق ته لار هواره کړې ده.

Afghanistan Kinder Waffen
انځور: T. Mahmood/AFP/Getty Images

د نوموړي په حواله هر کال لږ تر لږه درې يا څلور داسې قضیې ثبتيږي چې ماشومان د يوه ولايت څخه بل ته او يا تر هيواد دباندي قاچاق کيږي، څو د ارزان کارګر په توګه وکارول شي او يا هم د طالبانو له خوا د دیني زده کړو په نوم جلبيږي او يا هم ځيني وخت د ناوړه جنسي استعفادې ښکار کيږي.

محمودي وويل چې په افغانستان کې د اداري فساد او د انساني قاچاق د مخنيوي په برخه کې د کافي روزنې د نه شتون له کبله دا يو ګټور او خوندي کاروبار ګرځيدلی دی.

محمد نصير چې د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسيدونکی دی، له څو مياشتو راهيسې د خپل زوی او يوه وراره او د کلي د نورو ډيرو ماشومانو له پاره په کوېټه کې د درس له پاره تلاښ کوي. دی وايي زوی مې ۹ کلن دی خو په کوېټه کې مدرسې ته تلو ته ليوال دی. دی زياتوي: «زوی مې هيله لري چې ملا شي.»

محمد نصير چې توره پګړۍ يې پر سر ده او اوږده ږيره لري، زوی یې له درو کالو راهيسې د خپل کلي په ښوونځي کې زده کړې کوي، خو تر اوسه حتی په خپله مورنۍ ژبه پښتو کې هم په ليک او لوست نه پوهيږي. دی وايي په ښوونځي کې د انګليسي ژبې درس هم بايد ورکړل شي خو ښوونکی په انګليسي خبرې نه شي کولای.

خو د نصير له پاره تر هر څه لومړی په ښوونځي کې د اسلامي درس د معيار ټيټوالې د انديښې وړ دی. دی وايي هغو ماشومانو چې په پاکستان کې له مدرسو څخه راستانه شوي، قرآن پاک یې ښه لوستلای شو او خبرې یې خوږې وې. دی وايي له همدې امله یې پريکړه کړې ده چې زوی یې پاکستان ته وليږي.

ده هم خپل زوی د نورو ماشومانو سره په يوه موټر کې سپور کړې وو څو پاکستان ته ورسيږي. دی وايي زوی ته مې د اغوستو کالي ورکړي ول او هغو کسانو ته چې دی یې پاکستان ته انتقالوو يو څه پيسې د «لارې کرايه» ورکړې وه.

خو په کابل کې د پوليسو يو مشر فضل الرحمان بوستاني وويل چې د ماشومانو انتقال په يوه خطرناک کاروبار بدل شوې، بې تفاوته ده چې مور او پلار خپل اولادونه په رضا ليږدوي.