1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو سره د سولي کولو چانس ډير لږ دی

۱۳۹۰ آبان ۱۷, سه‌شنبه

يو شمېر کارپوهان په دې نظر دي، چي تر ۲۰۱۴ کال پوري د طالبانو سره د سولي د کولو ډير لږ چانسونه سته. خو هيله کيږي چي تر ۲۰۱۴ کال پوري نړيواله ټولنه يو پياوړی افغان حکومت جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/136o0
وسله وال طالبان
وسله وال طالبانانځور: picture-alliance/dpa

په استانبول کي د افغانستان په اړه تر سيمه ييز کنفرانس وروسته، په کابل کي د ناټو ملکي استازي، سيمو ګس ويلي، « که رشتيا ووايم موږ تر اوسه لا نه پوهيږو چي ياغيان به خبرو اترو ته تيار سي که نه؟»

خو هغه زياته کړه چي کيدای سي د ۲۰۱۴کال وروسته، کله چي بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووزي افغان حکومت به وکولای سي، د هغو ياغيانو سره چي وايي، د بهرنيو ځواکونو پرضد جګړه کوي، خبر اتري وکړي.

د دغه چارواکي په حواله اوس نړيواله ټولنه په افغانستان کي دوې متفاوتي ستراتيژۍ لري. يوه دا چي د طالبانو سره سوله وکړي او بله دا چي، افغان ځواکونه پياوړي کړي، ترڅو د هغو طالبانو سره چي نه غواړي سوله وکړي، ماتې ورکړي.

خو د استانبول د کنفرانس پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څو غونډو وروسته دواړو هيوادونو يو وار بيا پر دې موافقه وکړه، چي د طالبانو سره د خبرو اترو کوښښونه بيا پيل کړي.

خو د افغانستان د چارو يو بل کار پوه اليکس ستريک ون لينشتون، وايي، چي د طالبانو ډلي هم پر څو برخي ويشل سوي دي.

د هغه په خبره، د طالبانو سياسي ‌ډلي غوښتل چي د سولي خبرو اترو ته حاضر سي خو جنگيالي ئې بيا په دې اند دي، چي دوی کولای سي د افغانستان جګړه وګټي. دغه څېړونکی وايي، چي اوس د طالبانو صلاحيت د پوځي طالبانو په لاس کي دی نه د سياسي.

د کارپوهانو په خبره چين هم د افغانستان په ديپلوماتيکه پروسه کي لا ډير ورننوتی دئ. په داسي حال کي چي پاکستان چين د خپل تر ټولو نزدې ملګری بولي، ښايي چين وتوانيږي، چي پاکستان په دې خبره قانع کړي، چي طالبان د سولي خبرو اترو ته حاضر کړي.

د اندريو سمال، په خبره چين غواړي، چي په افغانستان کي يې د اقتصادي پروژو امنيت و ساتل سي او دغه راز په افغانستان کي د هندوستان د مخ پر ډېرېدونکي نفوذ څخه هم مخنيوی وکړي.

چين نه غواړي چي په افغانستان کي د ۱۹۹۰لسيزي پيښي بيا تکرار سي. د کارپوهانو په اند که پاکستان هڅه وکړي، چي په افغانستان کي يو ځل بيا شرايط خراب کړي، کيدای سي چين يې مخنيوی وکړي.

اوس افغان حکومت د پاکستان هغه هلو څلو ته شپې او ورځي شمېري، چي د استانبول په کنفرانس کښي ورسره ژمنه سوې.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل