1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د طالبانو د جگړې ډگر سنگين ولسوالي ده"

۱۳۹۰ خرداد ۲۴, سه‌شنبه

په داسي حال کی چی د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما، د افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ايستلو په اړه د يوې پريکړي په درشل کي دی، د سنګين ولسوالۍ حالات په افغانستان د طالبانو د جګړې توانمندي ښیي.

https://p.dw.com/p/11a0z
ايساف ځواکونه په سنگين ولسوالۍ کي د عملياتو پر مهال
ايساف ځواکونه په سنگين ولسوالۍ کي د عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

د سنګين ولسوالي په افغانستان کي په دې وروستيو کلونو کي د جګړې په يو ډير لوی او پياوړي ډګر بدله سوې. په دغه ولسوالۍ کي لومړي برتانوي سرتيري ميشت ول.

خو هغوی تر يو لړ مقاومت وروسته په 2010 کال کي له يادي ولسوالۍ څخه ووتل او تشه يې امریکايي سمندري ځواکونو ټکه کړه.

په سنګين ولسوالي کي تر مېشتيدو وروسته د امريکا د «پنځم سمندري» ځواکونو د دريمي ټولۍ، 29 سرتيري وژل سوي او 187 نور ټپيان سوي دي.

یوازی په وروستيو دريو مياشتو کی بيا د امريکا د «پنځم سمندري» ځواکونو لومړۍ ټولي هم درې سرتيري له لاسه ورکړي. دغه درې واړه کسان د واټ د غاړي ماينونو وژلي دي.

سنګين ولسوالي په افغانستان کي د طالبانو د جګړې يو مثال دی. دا په داسي حال کی ده چی په پاکستان کی د اسامه بن لادن تر مړيني وروسته اوس ډير شمير امريکايي سناتوران له باراک اوباما څخه غواړی چي د هغه هیواد څخه خپل پوځيان ژر تر ژره وباسي او د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښېږدي.

په سنګين ولسوالي کي ميشت امريکايي سرتيري غواړي چي د خلکو د زړونو په لاس راوړلو سره، په دغه سيمه کي خپل شتون او امنيت تظمين کړي. د همدي له پاره دوي په سيمي کی ګزمي تر سره کوي.

د سنګين په ولسوالي کي د امريکايانو د اډې څخه يوازي په يوي مياشتي کي دري سرتيري په ټپي حالت خپل هيواد ته استول سوي.

دا په داسي حال کي ده چي اوس په ټول افغانستان کي د طالبانو د جګړې موسم پيل سوی او طالبانو اعلان کړی چي په روان اوړي کي به د بهرنيو سرتيرو په وړاندي خپل بريدونه لا ډير کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجیب الله زیارمل