1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې ژوند څرنګه تیریږي؟

۱۳۹۸ فروردین ۵, دوشنبه

په داسې حال کې چې له سوله ایزې لارې د افغانستان د شخړې د پای ته رسولو هڅې روانې دي، داسې ویل کیږي چې طالبان نور د پخوا په څیر عمل نه کوي. هغه افغانان چې د دې ډلې تر کنترول لاندې سیمو کې ژوند کوي په کوم وضعیت کې دي؟

https://p.dw.com/p/3FcUb
Afghanistan Taliban-Kämpfer in Farah
انځور: picture-alliance/AP Photo

دویچه ویله له یو شمیر هغو کسانو سره چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې اوسیږی او یا تازه له دې سیمو څخه په تیښته بریالي شوي دي خبرې کړي دي. د عشر او زکات ټولول، له محرم پرته له کوره د ښځو د وتلو مخنیوی، د تلویزیونونو ماتول او د طالبانو په لیکو کې شاملیدو ته خلکو مجبورول هغه موارد دي چې دغه کسان ورسره لاس او ګریوال دي.

محمد د غور ولایت د پساوند ولسوالۍ چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده، اوسیدونکی دی. محمد دویچه ویله ته وویل، په داسې حال کې چې خلک پخپله له نادارۍ او فقر سره لاس او ګریوان دي، طالبان د خلکو کورونو ته ورځي او له هغوی په زور عشر او زکات ټولوي. هغه وایي: «طالبانو پر موږ ژوند سخت کړی وو او هره ورځ به یې ډوډۍ غوښته. موږ د هغوی د ډوډۍ پیسې نه لرلې نو مزکز ته وتښتیدو.»

د محمد په خبره د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې باید خلک ږیره پریږدي او د طالبانو د حکومونو پر اسا باید عمل وکړي که نه نو په عام محضر کې محاکمه کږي: «هغه کسان چې خپله ږیره اصلاح کوي، د طالبانو له خوا مجازات کيږي. محکمې جوړوي، په درو یې وهي. د خپلې واکمنۍ دورې ته ورته قوانین لري او له خلکو سره سخت چلن کوي.»

محمد وایي چې په دې سیمو کې خلک د تلویزیون د لیدو اجازه نه لري او پرمختللي تلیفونونه چې کمرې ولري، هم له ځان سره نه شي ګرځولی.

په وروستیو وختونو کې یوه داسې ویډیو خپره شوې چې ښيي طالبان په پساوند ولسوالۍ کې دوه ځوانان د پسونو د غلا په تور په دورې وهي. د پساوند ولسوالۍ دا اوسیدونکی په دې اړه وایي: «د قلندر خان په نوم کلي کې دوه کسان چې روښانه نه وه غلا یې کړې وه او که نه، د کلي د خلکو په حضور کې په دره ووهل شول.»

د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ اوسیدونکی غلام رسول، هم وایي چې د طالبانو له ویرې د غور مرکز ته تښتیدلی دی. هغه وایي چې د طالبانو تر کنترول لاندې یې ډیري سختې ورځې تیرې کړې دي.

غلام رسول دویچه ویله ته وویل چې طالبان پر عشر او زکات سربیره د کال څو وارې له ځایي اوسیدونکو د مالیاتو په نوم هم پیسې راټولوي: «په زور خلک سنګر ته بیایي چې د دولت پر ضد وجنګیږي.»

د غلام رسول په خبره طالبان نجونو ته هم اجازه نه ورکوي چې له کوره ووځي او ښوونځیو ته ولاړ شي.

په پارلمان کې د غور ولایت یو شمیر استازي وایي طالبان هیڅ ډول اصولو ته وفاداره نه دي. د غور ولایت استازي کرام الدین رضازاده، دویچه ویله ته وویل: «د خلکو تلویزیونونه یې ټول کړل او هغوی مالکان یې هم نقدي جریمه او هم جسمي مجازات کړل. طالبانو ټول شوي تلویزیونونه وسوځول.»

شکیلا ابراهیم خیل