1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

د طالبانو بریدونو۳۰ کسان وژلي دي

۱۳۹۸ شهریور ۲۶, سه‌شنبه

د طالبانو بریدونو د سه شنبې په ورځ په افغانستان کې۳۰ کسان وژلي دي. تر ټولو خونړی برید په پروان ولایت کې د ولسمشر غني یوې کمپاینې غونډې ته نزدې وشو. پخپله ولسمشر ته په دې پیښه کې زیان نه دی رسیدلی.

https://p.dw.com/p/3PiyP
Afghanistan | Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: AFP/Getty Images/W. Kohsar

دغه بریدونه د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو یوازې یوولس ورځې مخکې ترسره کیږي. طالبانو ویلي دي چې د ټاکنو مخه به ونیسي. له بلې خوا بیا دا د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د مذاکراتو تر دریدو وروسته، تر ټولو خونړي بریدونه دي.

غني چې په ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند هم دی او غواړي د دویم ځل له پاره وټاکل شي، په چاریکار ښار کې يې د وینا پلان درلود. د هغه تر وینا مخکې په سیمه کې چاودنه وشوه خو پخپله ولسمشر  ته په دې پیښه کې زیان ونه رسید.

د پروان د ولایتي روغتون مشر عبدالقسیم سنګین، ویلي دي چې چاودنې ۲۴ کسان وژلي او۳۱ نور یې ټپیان کړي دي. هغه زیاته کړې: «ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده او داسې ښکاري چې د برید ډیر تلفات ملکي وګړي دي. امبولانسونه اوس هم په کار بوخت دي او د تلفاتو شمیر هم تر دې لوړیدای شي.»

یوه ځايي چارواکي ویلي دي چې برید د یوه ځانمرګي برید کوونکي له خوا ترسره شوی دی. د ولسمشر غني یوه مرستیال بیا تائید کړې ده چې هغه د چاودنې سیمې ته نزدې وو، خو ژوبل شوی نه دی.

د کابل ښار په منځ کې د امريکا سفارت ته څېرمه بيا په یوه بله چاودنه شپږ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

مصطفي چې په پیښه کې ټپي شوی وو، له روغتون څخه يې رویترز خبري آژانس ته ويلي دي: «زه د جلب او جذب مرکز مخې ته په انتظار کې وو. تر ما مخکې دوه نور سړیان ولاړ ول چې ناڅاپه چاودنه وشوه.»

د افغانستان د عامه روغتیا له وزارت څخه حاجي خان ځاځي، وویل چې ټپیان اوس په ښه روغتیایي حالت کې دي او هغه کسانو چې عملیات ته اړتیا لرله، د عملیات خونې ته لیږدول شوي دي.

افغان طالبانو په یوه اعلامیه کې د برید پړه منلې او ادعا یې کړې ده چې هدف یې افغان امنیتي ځواکونه ول. د دې ډلې په اعلامیه کې راغلي دي: «خلکو ته خبرداری ورکړل شوی وو.»

په بیانیه کې زیاته شوې ده: «د دې لاس پوڅي ادارې په ټاکنو کې برخه مه اخلی، ځکه دغه شان ټولي غونډي زموږ له پاره پوځي اهداف دي.» طالبانو ویلي دي: «که پر دې خبرداري سربیره هم یو څوک ټپي کیږي، نو خپله ګناه یې ده.»

پر ټاکنو باندې د طالبانو د بریدونو تر ګواښ وروسته، اوس په افغانستان کې امنیتي تدابیر نیول شوي دي. دې ډلې ویلي دي چې پر افغان ځواکونو باندې به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي چې د ټاکنو مخه ونیول شي.

تیره اوونۍ د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د سولې خبري په ټپه ودریدلې. دواړو خواوو تر نهو پړاونو وروسته پر یوه تړون سره موافقه کړې وه، خو د هغه تر لاسلیکیدو مخکې، د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ، خبري لغوه اعلان کړې.

(ms/nz (reuters