1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د صدام حسين دوه نژدې ملگري هم اعدام شول

۱۳۸۵ دی ۲۵, دوشنبه

د نړيوالو اپيلونو سره سره د عراق د پخواني زورواکي صدام حسين دوه ملگري دوشنبه سهار اعدام شول

https://p.dw.com/p/DKFk
عواد البندر او برزان ابراهيم التکريتي
عواد البندر او برزان ابراهيم التکريتيانځور: AP

د عراق د پخواني واکمن صدام حسين تر اعدامولو دوې اونۍ وروسته دوه نور محکوم شوي د څارنوال الفرون په وينا په دار ځړول شوي دي. د صدام حسين مېرنی ورور او د څارگرې ادارې پخوانی مشر برزان ابراهيم التکريتي او د انقلابي محکمې پخوانی مشر قاضي عواد البندر د 2007 م کال د جنوري مياشتې په لومړۍ نېټه د سهار په موده کې غرغره شو.

هغوی له صدام حسين سره يو ځای په اتيايمه لسيزه کې د شعيه گانو په وړاندې د يوې ډله يزې وژنې په تور محکوم شوي وو. ټاکل شوې وه چې دوی دواړه به له پخواني هېوادمشر صدام حسين سره يو ځای د دسمبر د مياشتې په دېرشمه نېټه اعدام شي. خو د عراق حکومت پرېکړه وکړه چې لومړی دې پخوانی هېوادمشر وځړول شي.

الفرون وويل چې حکومت له څارنوالۍ څخه غوښتنه کړې وه چې يو استازی دې ورواستوي. هغه بيا يو قاضي ورولېږه تر څو د اعدام شهادت وکړي. دغه اعدام بيا تر سره شو. د يو عراقي جنرال په قول دغه اعدام په هماغله ودانۍ کې تر سره شو چيري چې صدام حسين هم زندۍ شوی و. د لومړي وزير نوري المالکي همکارانو د دې تائيد وکړ چې اعدام د عراق په وخت د سهار په شپږو بجو تر سره شو. د حکومت وياند علي الدبغ غوښتل چې په همدغه ورځ يو مطبوعاتي کنفرانس هم راوغواړي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون هم لږه موده وړاندې غوښتي وو چې د اعدام له حکم څخه دې ډډه وشي. آلمان هم د اروپايي اتحاديې د شورا د مشر په صفت له اعدام د نه تر سره کولو ملاتړ کړی و. حتی د عراق هېوادمشر جلال طلباني په دولت باندې غږ کړی و چې دغه حکمونه دې اوس نه تر سره کېږي.