1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شکمنو ښي اړخو تروریستانو پر ضد تالاشي

آژانسونه۱۳۹۵ فروردین ۳۱, سه‌شنبه

د آلمان ځانگړو قطعاتو GSG 9، د «شپیگل آنلاین» د معلوماتو له مخې پنځه شکمن ښي اړخې تروریستانو د زاکسن ایالت په فرایتال، سیمه کې نیولي دي. زیاته شوې ده چې پر هغوی باندې د مهاجرو پر کمپونو د بریدونو شک کیږي.

https://p.dw.com/p/1IYBc
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د «شپيگل آنلاین» د یوه رپوټ له مخې د آلمان لوی څارنوالي او د جنایي چارو فدرالې ادارې د زاکسن ایالت په فرایتال سیمه کې د شکمنو ښي اړخو تروریستانو پر ضد اقدامات کړي. رپوټ زیاتوي چې په دغه ترڅ کې پنځه تنه نیول شوي دي. زیاته شوې ده چې په دغه چاپه کې ځانگړو قطعاتو GSG 9، هم ونډه درلوده.

په لایپڅیگ کې د پولیسو د افراطیت چارو د «دفاع عملیاتي مرکز» یا (OAZ) د یوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره تائید کړې ده چې په فرایتال کې یو ماموریت تر سره شوی دی. خو په کالزروهه، کې د آلمان لوی څارنوال او د جنایي چارو فدرالې ادارې لا په دې هکله څه نه دي ویلي. د «شپگل آنلاین» د معلوماتو له مخې پر نورو سربیره د یوه ښي اړخي ترهگر گروپ جوړول او د قتل د هڅې د موضوعاتو خبره مطرح ده. پر شکمنو نیول شوو کسانو د پناه غوښتونکو پر کمپونو د حملو تور دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب