1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شينګن ساحې ځيني هيوادونه د خپلو سرحدونو کنترول جاري ساتي

۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبه

آلمان او د شينګن ساحې نور هيوادونه د خپلو سرحدونو کنترول ته دوام ورکوي، دې پريکړي د آلمان د صادراتو صنعت کارپوهان يې انديښمن کړي دي.

https://p.dw.com/p/2nMgY
Frankreich Montpellier Gepäck-Kontrolle Flughafen
انځور: Getty Images/AFP/P. Guyot

له يکشنبې ورځې راهيسي دوي دغه کنترول نه يوازي د مهاجرو د راتګ په خاطر، بلکې د ترهګرۍ د خطرونو له کبله غځوي. د آلمان صادراتي صنعت له دي څخه انديښنه لري چې په سرحدونو کې د سوداګريزو توکو د انتقال پر مهال د ډير وخت انتظار له کبله به پر دوی باندی زيات لګښت راشي. دغه راز اروپاي کميسون هم د داخلي بازار له پاره اندښنه لري، خو پر وړاندې يې څه کولای نه شي.

آلمان د شینګن ساحې هيوادونو څخه لومړې هيواد وو چې په ۲۰۱۵م کال کې يې له اتريش سره پر خپل سرحد باندې کنترول پيل کړ. دغه کار بيا دنمارک،سويدن،ناروي هم وکړ. اروپاي کميسون له ډيرې مودې راهيسي کوښښ کړی چې د مهاجرو د بحران له کبله دغه کنترول له منځه يوسې. دوي دغه کنترول له می تر نووامبر مياشتي پوري تصويب کړ.

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديمزير او د شنيګن د ساحې د هغه د نورو څلور هيوادونو سيالان د ترهګرۍ خطرونه لري نه ګڼي او په همدې دليل پر سرحدونو کنترول يې د نورو شپږو مياشتو يا د ۲۰۱۸م کال تر می مياشتي  پوري وغځاوه. دغه ډول کنترول د آلمان ګاونډي هيواد فرانسې له ۲۰۱۵م کاله پيل کړی او لا هم ورته دوام ورکوي. اروپايي کمېسيون يې د پناه غوښتونکو د بحران له کبله منع کولای نه شي.

د ۲۰۱۵م کال له کنترول راهيسې د آلمان د حمل نقل (BGL) ادارې هم ورته اندیښنه ښکاره کړې وه او دغه ډول ترانسپورتي لګښتونو له زياتوالي څخه يې خبرداری ورکړې وو. خو داسې ښکاري چې په زیاته کچه لا څه نه دي واقع شوي.

د سړکونو له لاري د حمل نقل فدرالي ادارې معاون ادولف څوبل په اند؛ د دغه دلايلو له کبله به اقتصاد ښه وده ونه کړي. دې وايې:«زموږ ستونزه دا نه ده چې موږ کار لږ شوی، بلکي موږ کم موټر چلونکي لرو.»

دا کيدای شی چې تغير ومومي، کله چې د شينګن نور ټول ۲۶غړي هیوادونه کنترول وکړي. د آلمان اقتصاد به په دوامدار ډول ویره ولري چې دغه کنترول به څوکلونه نور دوام وکړي چې په دې توګه نو اقتصاد کمه وده کوي.

آلمان، فرانسه، اتريش، دنمارک او ناوري په اصطلاح د شنيګن په ساحه کې لږ تر لږه له دوو تر څلورو کالو پوري د دغه ډول کترول دوام غواړي.