1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شمالي کوريا د پارونکو اټومي ازموينو په وړاندي د امريکا غبرګون

۱۳۸۸ خرداد ۶, چهارشنبه

که ديوې خوا د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وياند د شمالي کوريا سره د خبرو کولو خبره کړې له بلي خوا يې دا غوښتنه کړې چي د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بايد د پيونګ يانګ وروستيو اټومي ازموينو ته سخت ځواب ورکړي..

https://p.dw.com/p/HyGL

مخکي له دې چي شمالي کوريا خپل دلنډ واټن بل توغندی و آزمايي، د امریکا دمتحده ايالاتو د بهرنيو چارو دوزارت ویاند هڅه کړې چي په لانجه کي د خوشبينۍ او هوښیارۍ څخه کار واخلي.

د خبرو دپاره لاتر اوسه لاره خلاصه ده. دغه خبره د امريکا د متحده ایالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند ايا کلۍ کوي. خو لږ څه وروسته کله چي دپیونګ يانګ رژيم خپل د لڼډ واټن دريم توغندی آزمويي نو داکار ښيي، چي په روان وخت کي د شمالي کوریا تند لاري کمونيستي رژيم دخبرو سره زياته دلچسپي نه ښکاره کوي.

د اوباما وياند ګيپس په ټينګار وايي: شمالي کوريا په نړيواله کچه ځان جلا کوي. خو دا د پيونګ يانګ رژيم ته بې توپيره ده. که څه هم چې د امريکاد بهرنيو چارو وزارت ادعا کوي چې د دوهم کيم يونګ سره له نړيوالو خبرو څخه به لاس ونه خيستل شي.د CNN د خبري ټلويزيون يوې مبصري دې ته پام واړاوه، چي « خو دا خبري به د خبرو په سر نه وي.»

د اوباما ادارې ته هم دا روښانه ده، چې نه په اصطلاح د شپږو ګوندونو خبرو او نه هم د ملګرو ملتونو ټينګار تر اوسه وکړای شول چي د پيونګ يانګ په رژيم کوم د ليدو وړ پريکړوني اثر ولري. د اوباما ټوله هيله او تمه اوس د چين او روسيې خواته اوښتې ده.

د امريکا جمهوررييس بارک اوباما
د امريکا جمهوررييس بارک اوباماانځور: AP

اوباما د اټومي بم له آزموينې څخه وروسته په خپل عکس العمل کې د نړيوال فشار غوښتنه وکړه او ويې ويل:« سړی بايد له ملګرو او متحدينو سره ګډ کار وکړي، څو د شمالي کوريا په وړاندې عمل وکړای شي. دغه فشار په عمل کي پيکينګ او مسکو راوستلي شي. »

د اوباما لوی درستيز رام ایمانويل وپتيله چي « داځل روسيې او چين د شمالي کوريا د توغنديو آزموينه کلکه غندلې ده. او لکه د پخوا په شان يي په ډيپلوماتيکه توګه پر شا والی نه دی غوره کړی.»

په ملګرو ملتونو کي د امريکا د متحده ايالاتو سفيرې سوزانا رايس ټينګار وکړ چې ټوله نړيواله ټولنه د شمالي کوريا عمل غندي. خو د څه شي نه چې د اوباما سلاکاران لويه انديښنه لري،پر پيونګ يانګ باندې د پيکينګ ورکيدونکی اثر دی. که څه هم چې د شمالی کوريا ديکتاتور کيم يونګ د چين په مليونونو پور، کيمياوی کود او د تيل رسول په مينه اخلي خو د پيکينګ د سياسي سلامشورې کوم اثر ورباندې نه کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې موږ شمالي کوريا د هستوي قدرت په توګه نه پيژنو. د امريکا اکتشافي الوتکو د جاپان د پوځي اډو له لارې په هوا کې راډيو اکتيف معلوم کړی دی. امريکاييان غواړی وپوهيږی چي د شمالی کوريا بمونه په رښتيا څومره غښتلي دي. د امريکا د اټکل له مخه ايران، سوريه او ليبيا لا له ډيرې مودې راهيسې د شمالی کوريا د توغنديو د تخنيک پيرودونکي دي.

واشنګتن ويره لري چي د شمالي کوريا ديکتاتور کيم يونګ ، کيدای شي هستوي توکي د القاعده شبکې ته وليږدوي. د نيويارک ټايمز د ورځپاڼې د معلوماتو له مخه د اوباما سلاکاران ددې د مخنيوی له پاره يوازي يو چانس ويني: ټولي هغه بيړۍ چي شمالي کوريا ته تګ او راتګ کوي بايد ونيول شي او وپلټل شي. ددې توان د امريکا متحد ايالتونه لا د دريو کلونو راهيسي لري.

Sina, Ralf/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل