1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شعيه مشر مقتدی الصدر پلويان په بصره کې مظاهرو ته راوتلي دي

۱۳۸۶ فروردین ۲۷, دوشنبه

د توندلاري شعيه مشر مقتدی الصدر ملاتړي د عراق په جنوبي بندري ښارگوټي بصره کې د ولايتي چارواکو پر ضد مظاهرې کوي. هغوی د نوموړي ولايت د والي د استعفا غوښتنه کوي. يو څو ساعته وړاندې د شعيه گانو غورځنگ له حکومت سره پرېکون اعلان کړی و.

https://p.dw.com/p/DKEj
په بصره کې اوس دا وېره ده چې د بېلابېلو شعيه ډلو تر منځ به پراخې نښتې وشي
په بصره کې اوس دا وېره ده چې د بېلابېلو شعيه ډلو تر منځ به پراخې نښتې وشيانځور: AP
شپږ وزيران به ښايي چې له خپلو چوکيو څخه استعفا ورکړي، ځکه چې شعيه مذهبه لومړی وزير نوري المالکي نه غواړي چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو يو مهالوېش وټاکي. په بصره کې اوس دا وېره ده چې د بېلابېلو شعيه ډلو تر منځ به اخ و ډب او پراخې نښتې وشي.