1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د شانگهای همکارۍ سازمان پراختيا مومي

انترفکس۱۳۹۳ بهمن ۲۷, دوشنبه

په شانگهای سازمان کي د روسيې د جمهور رئيس ځانگړی استازی وايي چي دغه سازمان ته د پراختيا ورکولو پريکړه به د هغه په راتلونکې غونډه کي وسي. غونډه به د روسيې په اوفا ښار کي وي.

https://p.dw.com/p/1EcDj
انځور: AFP/GettyImages

په شانگهای سازمان کي د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي بختيار حکيموف ويلي دي چي د دغه سازمان په راتلونکې غونډه کي به د هغه د پراختيا پريکړه وسي.

په دغه غونډه کي چي د جولای مياشتي پر ۹ او ۱۰ نېټه به د روسيې په اوفا ښار کي وي، تر ۲۰۲۵م کاله پوري به د شانگهای همکارۍ سازمان د پراختيا ستراتيژي تصويب سي.

د دغه سند يو مهم ټکی به په شانگهای سازمان کي د نورو غړو هيوادونو منل وي.

حکيموف ويلي دي، چي اوس دغه سازمان، د يو شمېر هيوادونو د غړيتوب پر غوښتنو باندي غور کوي. د هغه په خبره لږ موده دمخه دغه شان يوه غوښتنه دمشق کړې ده.

هغه وويل: «تر اوسه پوري موږ ته د بشپړ غړيتوب له پاره د ځينو هيوادونو لکه، پاکستان، ايران او هند غوښتني رارسېدلي دي. او ځيني هيوادونه بيا لکه اذربايجان، ارمنستان، بنگله دېش او نيپال غواړي چي په دغه سازمان کي د څارني غړيتوب ولري.»

د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سرگي لاوروف په خبره په شانگهای سازمان کي به د پاکستان او هند د بشپړ غړيتوب پر غوښتنو باندي غور وسي. «په سازمان کي د دغو دواړو هيوادونو پر غړيتوب باندي توافق ليدل کیږي.»

تر اوسه پوري د شانگهای همکارۍ سازمان غړي روسيه، چين، قزاقستان، قرغيزستان، تاجيکستان او ازبکستان دي. افغانستان، هند، ايران، منگوليا او پاکستان بيا په دغه سازمان کي د څارونکي غړيتوب لري. د خبرو اترو شريکان ئې سپينه روسيه، ترکيه او سريلانکا دي.