1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سړکونو جوړیدل د اختلاس قرباني شوي دي

۱۳۹۱ خرداد ۷, یکشنبه

رحمت الله له ډیر شوق سره هغه وخت د خپلې ځمکې یوه برخه دولت ته ورکړه چې هغه ته وویل شول چې کلی به ئې له همدې لارې د سړک په واسطه له ښار سره وصل شي.

https://p.dw.com/p/153EV
انځور: DW

هغه فکر کاوه چې له همدې لارې به لویو ښارونو ته خپل زراعتي محصولات د پلورلو له پاره وړي. رحمت الله له هغې ډلې سره چې د سړک د جوړلو دنده ئې پر غاړه درلوده کار هم پیل کړ. په پلان کې وو چې دغه ۲۸ کیلومتري سړک به د میرزکي ولسوالۍ چې رحمت الله پکښې ژوند کاوه له گردیز ولایت سره وصل کړي.

خو اوس له هغه وخت څخه دوه کاله تیر شوي دي. رحمت الله خپله ځمکه له لاسه ورکړې ده او د سړک کار لا اوس هم نیمکاره پاتې دئ. د میرزکي د ولسوالۍ د اوسیدونکو هیلې هم د کمیدو په حال کې دي. رحمت الله وایي: «ما مې خپله ځمکه سړک جوړونکو ته پرته له دې چې پیسې تر لاسه کړم ورکړه، او دا د هغوی د کار پایله ده.»

د میرزکي سړک هم په افغانستان کې د ډیر شمیر نورو پروژو په سیر، د سړک جوړونکو شرکتونو په منځ کې د رشوت او د اختلاس د شتون قرباني شوی دئ.

د سړکونو د قراردادونو دلالي

له ۲۰۰۱ کال راهیسې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې له ۵۷ میلیاردو ډالرو څخه ډیرې پیسې مصرف شوې دي. خو منتقدین وايي چې افغانستان ته د مرستو له پیسو څخه په میلیاردونه ډالر د سړک جوړولو د شرکتونو له خوا حیف و میل شوي دي.

رحمت الله وایي: «د کلې خلکو هیله درلوده چې د دې سړک له جوړیدو سره به خپلې میوې او ترکاري تر خرابیدو مخکې ښارونو ته ولیږدوي.»

د پکتیا ولایت د چارواکو په خبره د میرزکي د سړک تړون د اوه میلیونو ډالرو په ارزښت له «هفت ستاره» شرکت سره لاسلیک شوی وو، خو دې شرکت د دې سړک د جوړولو قرارداد په شپږ میلیونو ډالرو له یوه سیمه ییز شرکت سره لاسلیک کړ.

د «هفت ستاره» د شرکت مشر قاري فهیم، د پروژې د نه پلي کیدو لامل په افغانستان کې د سړکونو د قراردادونو د بهیر سختوالی په گوته کوي. هغه وایي: «ما د قرارداد په پیل کې د پروژې یوازې ۲۵ سلنه لگښت تر لاسه کړ. نور قسطونه د څو میاشتو له پاره وځنډیدل. له همدې کبله زه اړ شوم چې د شرکت قرارداد په کمو پیسو له یوه بل شرکت سره وکړم.»

یو بل ۱۰۵ کلیومتري سړک چې د پکتیا ولایت له خوست سره وصلوی هم د اداري فساد له کبله نیمه کاره پاتې دئ. په افغانستان کې د سړک د جوړولو یو بل تړون د ۱۲۶ میلیونو ډالرو په ارزښت له یوه شرکت سره چې دفتر ئې په هندوستان کې دئ شوی وو خو دې شرکت بیا خپل قرارداد په یوه سیمه ییز شرکت باندې د ۸۴ میلیونه ډالرو په ارزښت وپلوره. د دې سړک کار هم اوس نیمه کاره پاتې دئ.

د پکتیا ولایت د امنیې قوماندان جمعه خان همدرد، وایي چې ډیر وخت واړه شرکتونه د سړکونو قراردادونه په کم قمیت رانیسي او له همدې کبله هغه په ډیر خراب کیفیت جوړوي.

افغان چاواکي وایي چې په تیرو لسو کلونو کې په ټول افغانستان کې ۶۷۰۰ کیلو متره سړکونه قیر شوي دي خو د هغوی له جملې څخه ۴۰۰۰ کلیو متره ئې د ټیټ کیفیت له کبله بیرته خراب شوي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض