1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سيدجمال الدين افغان پوهنتون ته ودانۍ جوړيږي

۱۳۹۰ خرداد ۲۲, یکشنبه

په کونړکي د سيد جمال الدين افغان پوهنتون د اداري څانګي د ودانۍ د جوړولو چاري پيل سوې. نوموړي پوهنتون لږ موده وړاندي په فعاليت پيل کړی او تر اوسه په يوه پردۍ ودانۍ کي ځای ور کړل سوی.

https://p.dw.com/p/11YzL
د کونړ ښکلې دره
د کونړ ښکلې درهانځور: DW/Nasary

دا پوهنتون چي تيرکال يي په فعاليت پيل کړی تراوسه کومه اساسي ودانۍ نه لري او خپلي چاري د عالي دارلعلوم په يوه ودانۍ کي په يو ستونزمن حالت کي پرمخ وړي

د کونړ پوهنتون ريس استاد ميراحمد حامد المان ږغ راډيو ته وويل، چي د پوهنتون اداري ودانۍ د لوړو زده کړو وزارت د پراختيايي بوديجي په درې سوه زره امريکايي ډالره لګښت په دوو پوړو کي خوړيږي.

« دغه ودانۍ چي ۱۸ اداري خوني به ولري په دولس جريبه ځمکه کي د اتو مياشتو په موده کي جوړيږي.»

د لوړو زده گړو وزارت مرستيال پوهنوال محمد عثمان بابري وايي چي پوهنتون ته به کتابتون او لابراتوار هم ډير ژر فعال کړي ترڅو محصلين تري ګټه پورته کړي.

ددې تر څنگ د کونړ والي ددغه پوهنتون د ودانۍ پرکار خوښي ښودلې او ويلي يې چي دوی به کوښښ وکړي چي په پوهنتون کي پر نورو چارو هم کار پيل کړي.

« هغه پيسې چي موږ ته د مخدره موادو د له منځه وړلو په بدل کي را کړل سوي په دغه پوهنتون کي مو د شعرياتو او تعلمو تريبي پوهنځي له پاره ځانگړي کړي دي.»

کونړ د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چي د بيا رغوني په برخه کي ډير لږ پاملرنه ورته کيږي.

د ځايي اوسيدونکو په خبره دغه ډول کارونه به نه يوازي ځوانان د هغو مشکلاتو څخه خلاص کړي چي د لړو زده کړو له پاره نورو ولايتونو ته سفر کوي، بلکي هغوی به نور هم تشويق سي.

شمعه احمدزۍ/ ننگرهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل