1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوډان پوځ اپوزیسيون ته مراجعه کوي

۱۳۹۸ فروردین ۲۶, دوشنبه

د سوډان واکمني نظامي رهبرۍ اعلان کړی دی، چي د وروستیو سیاسي تحولاتو پروسې د تکمیل په لار کي به اپوزیسيون هم ور شامل کړي. خو ددغه عربي هیواد مظاهره کوونکي په دغو وعدو باندي باور نه کوي.

https://p.dw.com/p/3GmXl
Sudan | Awad Ibn Auf als Präsident des militärischen Übergangsrates vereidigt
انځور: picture-alliance/AA

په خرطوم کي د سوډان د نظامي شورا غړي، جنرال یاسیر العطأ ډاډ ورکړ، چي «موږ غواړو د ازادۍ، عدالت او دیموکراسۍ پر بنأ ولاړ یو ملکي دولت جوړ کړو.» له همدغي شورا څخه بیا جنرال عمر زین العابدین، اپوزیسون ته یوه اوونۍ وخت ورکړ، چي خپل وړاندیزونه دي هغوی ته وسپاري.

نظامي شورا د خپلو دغو وعدو په لړ کي ومنله، چي د سوډان نوی صدراعظم دي ملکي شخص وي او د ټولو گوندو له خوا دي «یو بې طرفه شخص» ورته معرفي سي. مگر جمهور رئيس باید د پوځ له منځ څخه تعین سي.

ثابت قدمه اپوزیسيون

د«صنفي اتحادیو د علاقه مندیو انجمن» چي دغه وروستي ولسي احتجاجونه یې د شمالي افریقا په دغه هیواد کي پيل کړي او رهبري کوونکی رول یې پکښې پر غاړه درلود، د دې برعکس اعلان کړی دی چي ټول قدرت باید ملکي لاسونو ته ولویږي. هغوی همدارنگه اعلان کړی دی: ترڅو پوري چي «د انقلاب اهداف» تر لاسه سوي نه وی، په پایتخت خرطوم او نورو ښارونو کي به اعتراضونه دوام ولري.»

Sudan Proteste in Khartum
انځور: Getty Images/AFP/A. Mustafa

له بلي خوا بیا ددې له پاره چي مظاهره کوونکي آرام سي، نظامي شورا اعلان وکړ چي په بدنامه استخباراتي اداره) NISS) کي به اساسي اصلاحات رامنځته کړي. ددغي ادارې نوی رئیس جنرال ابو بکر مصطفی تعین سوی دی.

د دفاع وزیر عوض بن عوف، چي تیره اوونۍ یې د اوږدې مودې واکمن عمر البشیر سرکوبه کړ، په دې منځ کي استعفأ ورکړې او تقاعد ته سوق سوی دی.

عوض بن عوف چي تر کودتا وروسته یې پخپله ځان د نظامي شورا رئیس تعین کړی وو، يوازي تر یوې ورځي قدرت درلودلو وروسته استعفا ورکړه او پر ځای یې جنرال عبدل فتاح برحاني تعین سو. برحاني ته د عوف په پرتله یوڅه ولس ته د نژدې کس په سترگه کتل کیږي.

Q.N/N.Z (dpa,afp)

زموږ له آرشیف څخه: