1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوچي نن او پرون ته يوه کتنه

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۴, دوشنبه

د توري بحیرې تر څنګ د روسيي دغه ښار به په فيبرورۍ میاشت کې د المپيک د دوه ویشتمې دورې د ژمي سیالیو کوربه وي. په داسې حال کې چې سوچي پر ژمنیو ورزشنو سربیره د یو شمیر نورو ښیګڼو له کبله هم شهرت لري.

https://p.dw.com/p/1B23Q
انځور: DW/A. Lichtenberg

د سوچي ښار چې د تور سمندر تر پرغاړه پروت دی ډیر ښه اقلیم لري. دغه ښار نه یوازي دا چې د بهرنیو سیلانیانو پام ځانته را اړولی دی، بلکي په خپله روسان هم د استراحت او تفریح له پاره دغه ښار ته ورځي.

روسان د سوچي په اړه یو متل لري چې وايي:«که په خپل ژوند کې یووار سوچي ته نه يي تللې نو خپل ژوند دې بې فایدې تیر کړې.»

ښایسته ساحلونه، مناسبه اب و هوا، غرونه او شنې درې کولا شي سړی په سوچي کې وویني. له همدې امله سوچي پخوا د خپلو استراحت ځایونو او سناتوریمونو له کبله شهرت درلود.

د استراحت ځایونو په توګه د خپل شهرت له لاسه ورکول

د شوروي اتحاد په زمانه کې به دولتي ادارو خپل کاګران او مامورین د استراحت او په ځانګړي توګه له یوې ناروغۍ څخه د خلاصون څخه وروسته دغه ځای ته استول کیدل.

په عادي ډول د استراحت موده درې اوونۍ وه. هاملت واتیان، په سوچي کې د "خوشۀ طلایی" سناتوریم مشر دی. دغه ۶۵ کلن سړی د سوچي هغه وختونه یوه روښانه دوره بولي. هغه وايي چې سوچې په تیرو وختونو کې یو کلتوري ښار وو، چې اوس خپله دغه ځانګړینه له لاسه ورکوي.

واتيان اندېښنه لري
واتيان اندېښنه لريانځور: DW/A. Lichtenberg

واتیان وايي:«پخوا به دلته ۳۵۰ زره انسانان اوسیدل، چې دا د سوچي آرامه ښار له پاره یوه مناسبه ټولنه وه. اوس د دې ښار نفوس۶۰۰ زره تنو ته لوړ شوی دی.»

د هغه په خبره که څه هم د سوچي ښار د نویو زیربناوو څخه ګټه اخیستې ده، خو د دې ترڅنګ يي ځيني ویجاړۍ هم رامنځ ته کړي دي. واتیان زیاتوي: «پخوا به د سوچي هر یوه اوسیدونکي ۱۵۰ متره مربع شنه ساحه درلودله، خو اوس دغه ساحه یوازي۳۰ متره مربع ته راکښته شوې ده.»

نوموړی اندیښنه لري چې کیدای شې سوچي به په راتلونکي کې کومه استراحتګاه یا سناتوریم ونه لري.

د سوچي آرامه فضاء ورځ تر بلی بدلیږي. د ودانیو شمیر مخ پر ډيریدو دی. "خوشۀ طلایی" سناتوریم هم نوی رغول شوی دی چې د المپيک د ژمنیو سیالیو پر مهال به د هوټل په توګه میلمنو ته هرکلۍ ووايې.

په نیمه استوايي سیمو کې د سکي لوبه

د سوچي سیمه نه یوازي د ښه آب و هوا له امله په زړه پوري ده، بلکې په راتلونکي کې به د سکي د لوبغاړو او د المپيک د ژمنیو سیالیو کوربه وي.

که څه هم سوچي په ژمي کې هم ملایمه هوا لري، خو د"کراسنایا پولیانا" کليوالي سیمه په خپلو واوره لرونکو غرونو سره د سوچي په۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

دغه کلیوالي سیمه په ډیر لنډ وخت کې د المپيک د ژمنیو سیالیو د ترسره کیدو په موخه په یو نوي ښار بدله شوه.

نور نو د مسکو د سکي لوبغاړي ضرورت نه لري چې د خپلو ژمنیو لوبو له پاره اطریش او یا هم سویس ته سفر وکړي، ځکه تر دې وروسته به "کراسنایا پولیانا" د نړیوالو معیارونو پر اساس د ژمنیو لوبو آسانیاوی ولري.

د المپيک ژمنۍ سیالۍ چې هر څلور کاله وروسته ترسره کیږي، د فيبرورۍ میاشتې پر ۷ نېټه په سوچي ښار کې پيلیږي او د همدغې میاشتې تر ۲۳ نیټي پوری به دوام وکړي.

د سوچي ښار پخوا هم په ۲۰۰۲ کال کې د المپيک سیالیو له پاره کاندید وو، خو بریا ته ونه رسید. په دغه کال د المپیک سیالۍ په امریکا کې ترسره شوې.