1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولې او ملي پخلاينې بهير گړندی پر مخ روان دی

۱۳۸۵ دی ۱۸, دوشنبه

د سولې او ملي پخلاينې د کميسيون له اداري رئيس، پوهنوال اکرم سره نجيب الله زيارمل مرکه کړې ده په دې اړه چې د نوموړي کميسيون لاسته راوړنې څه دي او دا چې د مخالفينو د پاره د سولې له بهير سره د يو ځای کېدو شرايط څه دي.

https://p.dw.com/p/DMpL
د طالبانو يو جنگيالی په گوانتانامو کې
د طالبانو يو جنگيالی په گوانتانامو کېانځور: AP

دويچه ويله: پوهنوال اکرم، له هغه وخت راهيسې چې د سولې او ملي پخلاينې کميسيون په خپل کار پيل کړی دی، تر اوسه پورې څه لاسته راوړنې لري؟

اکرم: تقريبا شل مياشتې کېږي چې دغه کميسيون په کار باندې شروع کړې ده چې تر اوسه 2642 نفره مخالفين چې هغو د حکمتيار او طالبانو له ډلو پورې تړاو درلود د سولې له بهير سره يو ځای شوي دي او په دوهم قدم کې په اتو پړاونو کې 47 تنه بنديان د گوانتانامو څخه راخلاص شوي دي. په عين زمان کې د 450 تنو په حدود کې بنديان د بگرام له محبس څخه راخلاص شوي دي. په مجموع کې 509 تنه بنديان کېږي چې مو د شلو مياشتو په جريان کې له گوانتانامو او بگرام څخه راخلاص کړي دي. تر ننه پورې 10560 تنه قومي مشران د ټول افغانستان د ولسواليو او ولايتونو څخه دعوت شوي دي او حضرت صاحب (صبغت الله مجددي)ورسره ليدنه کتنه کړې ده او هغو ته يې هدايت ورکړی دی چې خپلو منطقو ته ولاړ شي او له خپلو مرورو ورونو سره خبرې وکړي او هغه سولې ته رادعوت کړي. له دې هدايت سره سم تر اوسه پورې دغه لاسته راوړنې شوي دي او جريان لري. په اتو ولايتونو کې مو سربېره پر دې رسمي دفترونه افتتاح کړي دي او په نظر کې لرو چې درې نورو ولايتونو کې دفترونه پرانېزو تر څو دغه پروسه پسې چټکه شي.

دويچه ويله: داسې ويل کېږي چې د سولې له بهير سره ډېرۍ د اسلامي حزب غړي يو ځای شوي دي په داسې حال کې چې ډېر طالبان نه دي يو ځای شوي.

اکرم: نه، دا خبره غلطه ده، په دغو نفرو کې چې يو ځای شوي دي او تعداد يې له 2600 څخه اوړي، په هغو کې 1800 نفره طالبان دي، دوه په درېو کې طالبان دي.

دويچه ويله: د سولې او ملي پخلاينې د کميسيون شرايط څه دي چې د دولت مخالفين دې ته اماده کېږي چې دغې پروسې سره يو ځای شي؟

اکرم: قومي مشران مو موظف کړي دي چې د خپلو ناراضو ورونو سره دې خبرې وکړي، هغو نمايندگۍ ته راځي او په اول سر کې ترې تعهد اخېستل کېږي. قومي مشران يو تعهد ليکي چې هغوی به په راتلونکي کې مخالفت نه کوي او د دولت په گټه به کار کوي. وروسته له هغه مرکز ته معرفي کېږي او رسمي پاڼه ورکول کېږي. په دې پاڼه کې ليکل شوي دي چې دی د دغه تاريخه وروسته له ټولو حقوقو څخه برخه مند دی.