1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سولي په خبرو کښي د خبريالانو ونډه

۱۳۸۹ بهمن ۲۷, چهارشنبه

په خوست ولايت کي د ژورناليستانو لپاره ، د دولت سره د ښې همږغۍ په موخه ، جوړ سوى درې ورځنى ورکشاپ نن پاى ته ورسيدی.

https://p.dw.com/p/R1VO
په خوست کي د بيلابيلو رسنيو خبريالان
په خوست کي د بيلابيلو رسنيو خبريالانانځور: DW

دغه ورکشاپ چي د ولايت مقام له لوري جوړ سوى وو ، موخه يي د ژورناليستانو پرمټ د دولت د سولي خبرو د روان بهير چټکتيا او په خوست کي د سيمه ايزو رسنيو د کارکونکو د ظرفيتونو لوړول وو.

په دې ورکشاپ کي د خبريالانو، دولت او قومونو ترمنځ د اړيکو پر پراخوالي او د سيمه ايزو رسنيو د خبريالانو د ظرفيت لوړوني په برخه کي په بيلابيلو اړينو مسايلو خبري وسوې.

په خوست کي د ژورناليستانو د خپلواکي ټولني مشر امير بهير وايي ، چي ددې ورکشاپ څخه يوه موخه د دولت، قومونو، ديني علماوو او د مدني ټولنو د غړو سره ، په ګډه د دولت لخوا، د سولي د روان بهير د لا غښتلتيا لپاره د ګډو هڅو پر مخ بيول دي.

په همدې حال کي يو شمير ژورناليستان د دا ډول ورکشاپونو جوړول د سيمه ايزي ادارې سره، د همغږۍ ترڅنګ ، د محلي رسنيو د کارکونکو لپاره ډير ګتور بولي.

دوی وايي ، چي پدې سره به د محلي رسنيو کارکونکي پدې و پوهيږي ، چي څنګه پرمعيار برابري خپروني جوړي کړي، او بل داسي څه له خپلو رسنيو خپاره کړي ، چي د هغې څخه اوريدونکي سمه ګټه پورته کړي.

د خوست ولايت مقام لخوا پداسي حال کي د ژورناليستانو او دولت ترمنځ د همغږۍ په موخه ورکشاپ جوړيږي، چي لا هم د رپوټونو پرمهال د دولتي ادارو لخوا خبريالانو ته پر وخت معلومات نه ورکول کيږي.

نه يوازي په خوست بلکي په ټول افغانستان کي خبريا لان ځني وختونه ګواښل کيږي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل