1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

«د سوریې په جګړه کې له ۲۰۰۰ ډیر افغانان وژل شوي»

۱۳۹۶ دی ۱۷, یکشنبه

د رضاکارانو د ځواک یوه چارواکي د ایران رسنیو ته ویلي چې د ایران لخوا سوریې ته د بشار الاسد د ځواکونو ترڅنګ د جګړې له پاره د استول شوو افغانانو له ډلې څخه له ۲۰۰۰ څخه ډیر یې وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2qS4q
Iran, Fatemion Einheit
انځور: MEHR

د فاطمینو د لوا د فرهنګي چارو یوه چارواکي زوهیر مجاهد په دې هکله وویل چې افغان رضاکاران [جنګیالي] د فاطمینو په لوا کې د پنځو کلونو راهیسې په سوریه کې جنګیږي.

نوموړي د شرق په نامه د اصلاح غوښتونکو د یوې ورځپاڼې د شنبې (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۷مه نېټه)  ګڼې سره په مرکه کې ویلي چې: «دغې لوا [فاطمیون] د اسلام له پاره له ۲۰۰۰ ډیر شهیدان او ۸۰۰۰ ټپیان ورکړي دي.»

دا په داسې حال کې ده چې ایران ډیر کم ځله په عراق او سوریه کې د خپلو جنګیالیو او د وژل شوو جنګیالیو د شمیر په هکله معلومات وړاندې کوي. دغه شمیرې د تیر کال په مارچ میاشت کې هم په بهرنیو هیوادونو کې ځینو سازمانونو شریکې کړې وې. دغو سازمانونو ویلي وو چې په دې جګړه کې ۲۱۰۰ رضاکاره [جنګیالي] وژل شوي خو په دې ډله کې یې د بهرنیو اتباعو د شمیر په هکله معلومات نه وو وړاندې کړي.

بل لوري ته بیا ایران سیمې ته د مسلکي جنګیالیو لیږل ردوي او وايي چې دوی یوازې په پوځي سلاکاران او د پاکستان، افغانستان او ایران رضاکارانو لوا ګانې تنظیموي.

ویل کیږي چې د فاطمیون په نامه دغه پوځي لوا په عراق او سوریه کې ګمارل شوې تر ټولو ستر پوځي قطعات دي چې د افغان شعیه اقلیت پکې جذب شوي دي.

ایران په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې بیا د افغان ځواکونو [جنګیالیو] ملاتړ کړی او همدا راز د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۸ م کلونو په ترڅ کې د ایران او عراق د جګړې پرمهال یې افغانان د صدام حسین د ځواکونو پرضد چمتو کول. مجاهد په دې هکله وویل چې د ۸۰ کلونو په ترڅ کې نږدې ۳۰۰۰ افغانان بیا په عراق کې وژل شوي وو.

تهران د هغو بهرنيو جنګیالیو کورنیو ته چې د عراق او سوریې په شخړو کې وژل کیږي، د ایران تابعیت ورکوي. ایراني رسنیو د رضاکاره جنګیالیو د «شهیدانو» د جنازو او فاتحو په هکله رپوټونه او په سوریه کې د هغوی د شتون په هکله تلویزیوني فیچرونه هم خپاره کړي دي.

آيا له ايرانه د سوريې جنگ ته د افغانانو لېږل درواغ دي؟ انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: 

AFPE/A.K