1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د کړکیچ د پراخیدو په اړه انديښنې

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۱ اسفند ۱۹, شنبه

د ګولان په لوړو کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو برمته کیدل، او په عراق کې یوه برید د سوریې د کړکیچ د پراخیدو په اړه اندیښنې ډیرې کړې دي. اوس د سوریې ګاونډي هیوادونه د دې هیواد د کورنۍ جګړې اغیزې احساسوي.

https://p.dw.com/p/17uC4
A fighter from the Sadik unit of Free Syrian Army's Tahrir al Sham brigade fires his Steyr AUG rifle from inside a house during heavy fighting in Mleha suburb of Damascus, in this January 22, 2013 file photograph. Rebels have so far relied mainly on light weapons smuggled from neighbouring countries, many of them financed or sent from sympathisers in Gulf states, and from supplies seized from captured army bases inside Syria. A Reuters photographer in Damascus over the last month saw several Western-built rebel firearms- including U.S. pattern M4 and Austrian Steyr assault rifles - that almost certainly came from outside the country. To match Insight SYRIA-CRISIS/WEAPONS REUTERS/Goran Tomasevic/Files (SYRIA - Tags: CIVIL UNREST POLITICS MILITARY CONFLICT)
Syrien Rebellenانځور: Reuters

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د سوریې د دوه کلنې جګړې له کبله شاوخوا یو میلیون سوریایان کډوال شوي دي چې هره ورځ یې په شمیر کې ډیروالی راځي.

ډیر شمیر سوریایان ترکیې، اردن او لبنان ته کډه کیږي. په ترکیې او اردن کې د کډوالو کمپونه له حد څخه زیات ډک دي. پر دې سربیره ډیر شمیر داسې کسان هم شته چې په کمپونو کې ثبت نه دي او پخپله د خپلو ستونزو د حلولو هڅې کوي.

په ترکیې، اردن او لبنان کې د مهاجرینو لوړ شمیر ځینې ننګونې رامنځ ته کړي دي. هغوی د سوریې د کورنۍ جګړې د اغیز احساس د ډیر وخت راهیسې کوي. پر دې سربیره د دغه جګړې اغیزه په عراق اسراییلو کې هم محسوسه شوې ده.

د سوریې پر سرتیرو برید

تیره اوونۍ ۴۰ تنه سوریایي پوځیان په عراق کې ووژل شول. دغه کسان له پاڅون کوونکو څخه تښتیدلي ول او د عراق په خاوره کې یې پناه اخیستې وه. کله چې دغه کسان بیرته خپل هیواد ته راستنیدل نو د یوه نامعلوم وسلوال ګروپ له لوري تر برید لاندې راغلل. دا چې برید کوونکو څوک ول، لا تر اوسه معلومه نه ده. خو دا په لږو ورځو کې دویم وار دی چې د سوریې کړکیچ د عراق خاورې ته وراوړي. تر دې څو ورځې مخکې په یوه سرحدي پوسته کې د عراق یو سرتیری وژل شوی وو او یو شمیر نور ټپیان شوي ول. دغه شان پیښو دا اندیښنې رامنځ ته کړي دي چې د سوریې کړکیچ ګاونډیو هیوادونو ته هم غځیدای شي.

د ترکیې د حکومت له ډیرې مودې راهیسې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد، د مخالفینو ملاتړ کوي. دا په داسې حال کې ده چې د عراق حکومت د سوریې د کړکیچ په اړه چوپه خوله پاتې شوی دی.

د آلمان په هامبورګ ښار کې د منځیني خیتځ د مطالعاتو له انستیتوت (GIGA) څخه د عراق د چارو کارپوه هینر فورتیګ وایي چې عراق د سوریې په کړکیچ کې له یوه اړخ څخه په ملاتړ کولو کې له احتیاط څخه کار اخلي.

د تندلارو په اړه اندیښنې

عراق پخپله هم تر دې مخکې له کورنۍ جګړې سره مخامخ وو. د القاعدې ترهګرې شبکې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو کې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ جګړې ته لمن وهله. فورتیګ انديښنه لري چې کیدای شي په عراق کې دغه کړکیچ یو ځل بیا رامنځ ته شي.

خو دا یوازي عربي هیوادونه نه دي چې د سوریې د کړکیچ له غځیدو څخه ویره لري، بلکې په اسرایيلو کې هم د سوریې وضعې ته په انديښنې سره کتل کیږي. د یوې سوریایي پاڅونکوونکې ډلې له لوري د ګولان په تپو کې د تیرې چهارشنبې په ورځ «د ۲۰۱۳ کال د مارچ د میاشتې دریمه نیټه» د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو د برمته کولو پېښې دغه کړکیچ نوي پړاو ته ورداخل کړی دی.