1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې-خبري په ستونزمن درشل کې

۱۳۹۴ بهمن ۱۲, دوشنبه

د سوریې د کړکېچ د ښکیلو اړخونو تر منځ درز ژور دی. په ژنيو کې د رسمي خبرو اترو د پیلیدو تر مخه د سوریې حکومت او اپوزیسیون استازو يو پر بل تورونه لگوي.

https://p.dw.com/p/1Hmve
Schweiz Syrien-Gespräche Bashar al Jaafari in Genf
انځور: Reuters/D. Balibouse

د سولې په خبرو اترو کې د سوریې رژیم د استازو له پاره د اپوزیسیون د خبرو اترو جگپوړي کمېټې ناوخته گډون، په خپله یوه لانجه وه. د شنبې په ورځ د دغې کمېټې غړي ژنيو ته ورسیدل او د یکشنبې په ورځ یې د ملگرو ملتونو له مشر مرکچي ستفن ديمېستورا سره خبري اتري وکړې.

د سوریې اپوزیسیون د خبرو اترو لوی کمېټې (HNC) همغږي کوونکي ریاض حجاب، په یوه خپره شوې بیانیه کې خبرداری ورکړی دی، که چیري د سوریې رژیم د هغه په وینا خپلو «جنایتونو» ته ادامه ورکړي نو بیا په خبرو اترو کې د دغې کمېټې شتون د توجیح وړ نه دی.

د اپوزیسیون د خبرو اترو د جگپوړي کمېټې له پلاوي سره په یوه هوټل کې تر ملاقات وروسته ديمېستورا خوشبیني څرگنده کړې ده. هغه وویل: «دا یوتاریخي چانس دی چې باید له لاسه یې ور نه کړو.» هغه لا د جمعې په ورځ د سوریې له حکومتي استازي سره لیدلي دي.

د جدیتوب کمښت

د سوریې د حکومتي استازي مشر بشر جعفري، د اپوزیسیون پر مهم گروپ باندي تور لگولی دی چې د خپل چلن له کبله یې د کنفرانس پېل له ځنډ سره مخامخ کړی دی. د هغه په خبره دا د خبرو اترو د پیلیدو د نه جدیتوب له پاره یو ثبوت دی. هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي چې حکومت د وینې بهیدو مخنیوی غواړي.

پر دې سربیره هغه پر دې باندي انتقاد کړی دی چې د استازي بشپړ لېست نه دی ورکړل شوی. هغه ویلي دي چې حکومت به یې د هغه په خپله خبره له «تروریستانو» سره هیڅ ډول خبري اتري نه وکړي.

د دمشق حکومت په عامه توگه د بشارالاسد پر ضد جنگیدونکو پاڅون کوونکو او تندلارو اسلامپالو ډلو ټپلو ته د «تروریست» اصطلاح کاروي. په دغه ډله کې د جیش الاسلام، گروپ هم شامل دی چې د (HNC) سره تړاو لري.

ویل کیږي چي د دغي ډلي یو مخکښ مشر محمد الوش، د اپوزیسیون د پلاوي په ډله کې ژنیف ته تللی. الوش له وسله والي سلفي ډلې سره تړاو لري چې د اسد حکومت او همداشان د افراطي ډلي «اسلامي دولت» مخالفت کوي او د رپوټونو له مخې د سعودي عربستان ستر ملاتړ له ځانه سره لري.

د خبرو اترو پیل به یوه بریا وي

د سوریې په کړکېچ کې ښکیل اړخونه په ژنيو کې د خبرو اترو یوه میز ته سره نه کښیني، بلکې په بېلابیلو سالونونو کې به وي، او د ملگرو ملتونو منځگړي به د هغوی تر منځ تگ راتگ کوي.

په دغه کورنۍ جگړه کې د ۲۶۰۰۰۰ کسانو وژل کیدو ته په کتو سره د دغسي خبرو اترو تر سره کیدل به په خپله یوه بریا وي. ځکه چې تر هغه وروسته ديمېستورا، غواړي چې څومره ژر چې امکان ولري یو اوربند رامنځ ته شي او په سوریه کې بشري مرستو ته د لاس رسي ښه امکانات برابر شي.

د نړیوالي ټولني پلان په پام کې لري چې د ژنیف په خبرو اترو کې یو مؤقتي حکومت جوړ شي او په اساسي قانون باندي کار وشي، څو تر هغه وروسته په ۱۸ میاشتو کې آزادې ټاکنې تر سره شي.

خو د ملگرو ملتونو منځگړي داسي اټکل کوي چې د سوریې کړکېچ د ښکیلو اړخونو تر منځ ژور اختلاف ته په کتو سره ښایي د جوړ جاړي په هکله دغه خبري اتري لږ تر لږه شپږ میاشتي وخت ونیسي.