1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریایي مهاجرو د اخراج په تړاو د مرستندویه سازمونو ګواښ

۱۳۹۶ بهمن ۱۶, دوشنبه

نړيوالو مرستندويه سازمانونو په منځني ختيځ کې د سوريايي مهاجرو کوربه هيوادونو ته خبرداری ورکړی چې له اجباري اخراجونو څخه ډډه وکړي. تيره اوونۍ د افغان مهاجرو د اجباري اخراجونو د لړۍ د درولو غوښتنه هم شوې وه.

https://p.dw.com/p/2s8lx
Deutschland Flüchtlinge Familiennachzug
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

يو شمير نړيوالو مرستندويه سازمانونو د دوشنبې په ورځ په لويديځ او منځني ختيځ کې د سوريايي مهاجرو کوربه هيوادونو ته خبرداری ورکړ چې د دغو مهاجرو د اجباري اخراج او يا د اخراج له پاره د لازمو اقداماتو له بحثونو څخه ډډه وکړي. د «ناروې د کډوالو شورا» او «کيئر انترنشنل» له هغو سازمانونو څخه دي چې د اخراج پر موضوع يې اعتراضونه کړی دی.

د مرستندوي سازمانونو له خوا په خپور شوی رپوټ کې راغلي دي چې د کوربه هيوادونو له خوا پر سوريايي مهاجرو خپلو کورنو ته د بيرته ستنيدو فشارونه ډیر شوي دي. په رپوټ کې ويل شوي: «پر سلونو زره مهاجر باندې، سربيره پر دې چې لاهم د بمباريو، جګړو او تاوتريخوالو د د دوام له کبله په خطر کې دي، فشارونه زيات شوي دي چې په ۲۰۱۸ کال کې بيرته سوريې ته ستانه شي.»

په شمير کې ډیر والی

په ۲۰۱۷ کال کې د هغو سوريايي مهاجرو شمير چې بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي ول ۷۲۱ زرو ته پورته شو. په ۲۰۱۶ کال کې دغه شمير له دې ښکته يعنې ۵۶۰ زره وو.

خو په دغه رپوت کې ويل شوي دي چې تير کال په سوريه کې د کورنيو بيځايه شويو شمیر درې برابره لوړ شوی دی او تمه کیږي چې په روان ميلادي کال يو نيم ميليون نور انسانان د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شي.

افغانستان هم امن نه دی

د «ناروې د کډوالو شورا» تيره اوونۍ د اروپايي هيوادونو څخه هم د افغان مهاجرو د اجباري اخراجونو د درولو غوښتنه  کړې وه. دغې ادارې ويلي وو چې د افغانستان امنيتي وضعيت د مهاجرو د اخراج له پاره آماده نه دی او کوربه هيوادونه بايد په حاضر وخت کې د افغان مهاجرو له جبري اخراجونو څخه ډډه وکړي.

اړوند مطالب:

شتاین ‌مایر: مهاجر غواړي خپل هيواد ته ستانه شي

له آلمان او ناروې څخه د افغان مهاجرو پر اخراج سختي نیوکي
د «ناروې د کډوالو شورا» د سوريې په اړه هم ورته نظر لري. د دغې شورا مشر يان اګلند، وايي: «په حاضر وخت کې د سوريايي مهاجرو بيرته ستنول د هغو ژوند له خطر سره مخامخ کوي. د ډيريو هغو سوريايي مهاجر په اړه چې د جګړو او تاوتريخوالو له امله تيښتې ته اړ شوي دي، کيداي شي ووايو چې هغوی به په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه نه شي.»

هغه د خپلو خبرو په دوام زياتوي: «په حاضر وخت کې موږ آن په هغو ځایونو کې چې تمه وه د تاوتريخوالي کچه به په کې ښکته شي د وينې تويدنې، د ښوونځيو او روغتونو د په نښه کولو او د ملکي کسانو د وژنو شاهدان يو.»

د اګلند موخه له هغو سيمو څخه ده چې تير کال د اوربند د تأمين له پاره ټاکل شوې وې. په پام کې وه چې له دغه کار سره د سوريې جګړې ته د پای ټکی کيښودل شي.

په دغه رپوټ کې د آلمان او دنمارک په ګډون د يو لړ هيوادونو د اقداماتو په اړه هم بحثونه او انديښنې ښکاره شوي دي. ويل کيږي چې دغه اقدامات به په نهایت کې د سوريايي مهاجرو پر اخراج باندې منتج شي.

د بیرته ستنیدو په موخه فشارونه

تر اوسه پورې يوازې درې سلنه بې دفاع سوريايي مهاجرو ته په بډايه هيوادونو کې کورونه ورکړل شوي دي. ډیر شمیر سوريايي مهاجر په ګاوڼديو هيوادونو لکه لبنان، اردن او ترکيه کې ميشت دي، خو په دغو هیوادونو کې هم د هغو د بيرته ستنيدو بحثونه ډير تاوده شوي دي.

د رپوټ په يوه برخه کې راغلي دي: «د سوريې په ګاونډيو هيوادونو کې پر مهاجرو د اجباري يا غيرداوطلبانه اخراجونو او د بيرته ستنيدو په موخه د فشارونو نښې د سرحدونو له بنديدو سره ښکاره شوې دي.»

د «ماشومان وژغورۍ» په نوم د مرستندويه ادارې مشر هله تورنیګ، چې د دغه رپوټ په ليکلو کې يې مرسته کړې، خبرداری ورکړی دی چې خطرناکو سيمو ته د اکثرو ماشومانو بيرته استول، هغوی له ګواښ سره مخ کوي.  هغه وايي: «هيڅ ماشوم بايد بيرته ستنيدو ته اړ نه کړل شي په داسې حال کې چې کور يې لا امن شوی نه دی. همدا اوس هم د سوريې ډيرې برخې د ماشومانو له پاره امنې نه دي. بمارۍ لا هم ادامه لري، روغتونونه او ښوونځي ويجاړ دي.»

د لوږې پر وړاندې مبارزه کوونکې ډلې او د دنمارک د کډوالو شورا هم د دغه رپوت په چمتو کولو کې برخه اخيستې ده.

me/Rsh (AFP) / م.ک.ص

پر اړوندې موضوع يو انځوريز رپوټ: