1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوريې له لويديځ څخه ختيځ ته د داعش د جنګيالو ليږدول

۱۳۹۶ شهریور ۱۱, شنبه

د داعش په سلونو جنګيالي د سوريې د حکومت په توافق د دغه هيواد له لويديځ څخه د عراق د پولې پر لور روان شوي. د امريکا په مشرۍ پوځي ائتلاف پر دغه اقدام نيوکه کړې او هغه یې د حل لار نه ده بللی.

https://p.dw.com/p/2jG3C
Syrien Evakuierung IS in Qara
انځور: picture-alliance/Photoshot

د «اسلامی دولت» یا داعش ترهګرې ډلې ضد پوځي ائتلاف د شنبې په ورځ په يوې اعلامیه کې وویل چې د «اسلامي دولت» د جنګياليو او د هغوی د کورنيو ليږدونکی د ۱۷ سرويسونو يو کاروان، د سوريې په دښتو کې بند پاتې دی.

په اعلامیه کې راغلي دي: «ائتلاف دغه کاروان په نښه کړی نه دی [خو] ائتلاف، د وسلوالو شخړو د قانون پر اساس، د اسلامي دولت جنګيالي او د يوه ټانګ په ګډون د هغوي هغه تخنيکي تجهيزات او ترانسپورتي وسایط په نښه کړل چې غوښتل يې جنګيالي په کې سرحد ته نژدې، زموږ د شريکانو سيمې ته وليږدوي.»

د سوريې حکومت او حزب الله ډلې ترمنځ د يو شوي تړون پر اساس، د لبنان د شيعه مليشو ډلې له خوا د «اسلامي دولت» جنګياليو ته اجازه ورکړل شوې ده چې د لبنان او سوريې پولو ته له نژدې سيمو څخه د دغې ډلې مرکز پر لور چې د عراق سرحد ته نژدې پروت دی، حرکت وکړي.

د «يو نړيوال ګواښ» ليږد

په عين وخت کې د امريکا متحده ايالتونو په مشرۍ پوځي ائتلاف او عراقي چارواکو ويلي دي چې هغوی دغه ډول تړون نه مني او د دغو جنګياليو کاروان دروي. دغه ائتلاف له روسي چارواکو غوښتي تر څو د سوريې حکومت ته ووايي چې دوی [پوځي ائتلاف] دا ډول مانورونه نه مني.

د داعش ضد دغه پوځي ائتلاف په اعلامیه کې راغلي: «ائتلاف او زمونږ عراقي شريکان په دې تړون کې ګډون نه لري، هغه تړون چې دغو تجربه لرونکو جنګياليو ته د دې اجازه ورکوي چې د سوريې تر کنترول لاندې قلمرو څخه تير او ځان د عراق پولې ته ورسوي.»

په اعلامیه کې زیاته شوې: «د اسلامي دولت ډله يو نړيوال ګواښ دی او له يوه ځايه بل ځای ته د تروريستانو د ځای بدلول، د حل يوه دوامداره لار نه ده.»

 د عراق لاسته راوړنې

عراق، د امريکا متحده ايالتونو په مشرۍ ائتلاف په ملاتړ په تيرو دوو مياشتو کې په دې وتوانيد چې د داعش پر وړاندې جګړه کې د پام وړ لاسته راوړنې ولري. عراقي ځواکونه په دغې موده کې وتوانيدل چې داعشيان د تلعفر او موصل ستراتيژکو ښارونو څخه وباسي. تلعفر د سوريې او عراق تر منځ په پوله کې د داعش ترهګرې ډلې اکمالاتي لاره وه.

د «اسلامي دولت» يا داعش ترهګړه ډله په ۲۰۱۴ کال کې رامنځ ته شوه او په لږ وخت کې يې وشو کړای چې د عراق او سوريې زياتې سيمې تر خپل کنترول لاندې راولي. دغې ډلې تر څه موده مخکې پورې د موصل ښار او د عراق يو پر دريمه برخه خاوره په خپل واک کې لرله خو اوس د عراق تر مشرۍ لاندې ځواکونه وايي چې د دغه هيواد ۹۰ سلنه خاوره يې د داعشي جنګياليو له شتون څخه پاکه کړې ده.