1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د سوريې د کډوالو مرستي پر ختمېدو دي»

احمدولي اڅکزی (نااومي کونراډ)۱۳۹۳ آذر ۲۸, جمعه

د ملګرو ملتونو استازي په برلين کي د سوريې له کډوالو سره د نړيوالو د مرستي کنفرانس ته وويل چي لا زياتو مرستو ته اړتيا سته. په سوريه کي۱۲ ميليونه انسانان بې کوره سوي دي.

https://p.dw.com/p/1E7K1
انځور: Getty Images/K. Cucel

د آلمان په پلازمېنه برلين کي د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۱۸مه) د سوريې له کډوالو سره د مرسته کوونکو هيوادونو او سازمانونو کنفرانس جوړ سوی وو. د سوريې له کډوالو سره د بېړنيو مرستو په برخه کي د ملگرو ملتونو استازي والري آموس، دغه کنفرانس ته له ځانه سره يو ويډيويي فلم هم وړی وو؛ او د کنفرانس گډون والو ته ئې وښود.

په دغه فلم کي د جګړه ځپلي هيواد سوريې بمبار سوي کوڅې او ودانۍ وښوول سوې. په دغه فلم کي دغه راز هغه انسانان وښودل سول، چي د جنگ له کبله په خپل هيواد کي بې کوره سوي او د کډوالو له پاره په جوړو سوو کږديو کي ژوند تېروي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخي په سوريه کي ۱۲ ميليونه انسانان بې ځايه سوي دي. د هغو سوريايانو شمېر چي گاونډيو هيوادونو ته يې پناه وړې ده ۴،۳ مليونو ته رسيږي.

بې له برېښنا او پاکو اوبو

د ملګرو ملتونو د بېړنيو مرستو انسجام کوونکي والري آموس، وويل چي په خپله په سوريه کي د نفوس تقريباً ۷۵ سلنه انسانان د بې وزلۍ ژوند تېروي. د هغې په وينا «په ميليونونو انسانان بې له برېښنا او پاکو اوبو ژوند کوي او د دغه هيواد اقتصاد تقريباً په بشپړه توګه سقوط کړی دی.»

Syrien Konferenz in Berlin 18.12.2014
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

د آلمان د پراختيايي چارو وزير ګېرد ميولر وويل چي هغه مرستي چي نړيوالو د سوريايانو له پاره چمتو کړي دي يوازي د راتلونکو څلورو اونيو له پاره کفايت کوي. هغې وويل چي دا به د نه منلو وړ خبره وي که د دغي سيمي کوچنيان د له لوږي مړه سي، ولي چي د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام لازم امکانات نه لري چي خلکو ته خواړه ورسوي.

د آلماني وزير په وينا مرستندويه سازمانونه دې ته اړ دي چي مياشت په مياشت له نړيوالو څخه د مرستو هيلي او خواستونه وکړي. آلماني وزير وويل: «دا خبره د منلو وړ نه ده.» له همدې کبله د آلمان حکومت او ملګرو ملتونو د نړيوالو څخه غوښتي دي چي د دوو نوو اضطراري مرستو د پلانونو د پلي کولو له پاره پيسې برابري کړي.

۶،۷ مليارده يورو ته اړتيا سته

د يادو پلانونو له مخي به په ۲۰۱۵م کال کي د اوږده مهال له پاره په سوريه کي او د سوريې په ګاونډي هيوادونو کي د سوريې د کډوالو له پاره مرستندويه پروژې عملي سي. اټکل سوی چي د دغو دوو پلانونو له پاره تقريبا ۶،۷ ميليارده يورو ته اړتيا ده.

د ناروې هيواد د پناه غوښتونکو شورا عمومي منشي يان اېګه لانډ وويل: «موږ اوس دمگړۍ د انسانانو د ايستلو او شړلو له تر ټولو ظالمي پديدې سره مخامخ يو.»

ايګه وويل چي د مرستندويو هيوادونو پارلمانونه او حکومتونه بايد په دې پوه سي چي د سوريې قضيې او غميزي هغه بڼه اختيار کړې ده چي د پراختيايي مرستو پر مټ يې څوک تر اودې نه سي وتلای. د هغه په وينا مرستندويه هيوادونه بايد لا زياتي او تر پراختيايي مرستو علاوه نوري بېړنۍ مرستي وکړي.